د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: طالبان دې د بشر حقونو وضعیت څارنې زمینه برابره کړي

اطلاعات روز: د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د بشر حقونو د سرغړونو ادعاوو څارلو لپاره، له طالبانو غوښتي چې دې کمېسیون ته د خپلواک او بې‌پرې څارلو زمینه برابره کړي.

دغه کمېسیون پرون (شنبه، ۲۷ د وږي) پر خپلې فیسبوکپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې که څه هم کمېسيون «منحل» شوی نه دى، خو د روان کال د زمريمیاشتې تر ۲۴مې وروسته، کمېسيون د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خپل مسووليت په ادا کولو کې پاتې راغلی دی.

د بشر حقونو کمېسیون وایي: «طالبانو نه يوازې دا چې د کمېسيون د ټولو دفترونو ودانۍ اشغال کړې دي، بلکې له دغو دفترونو څخه د خپلو ناستو لپاره هم استفاده کوي او د کمېسيون له وسايلو، لکه نقليه وسايلو او کمپيوټرونو څخه هم استفاده کوي.» 

یاد کمېسیون په دې اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو تر دې وړاندې د بشر حقونو لکه د بشر حقونو پر مدافعانو د بريدونه قضيې او د بشر حقونو د نړيوالو معيارونو ښکاره نقض ته پاملرنه نه کوله، له همدې امله د کمېسيون رهبري په دې کې «شک» لري چې د طالبانو حکومت دې د کمېسيون ماموريت او خپلواکي ته درناوی وکړي. 

کمېسیون دغه راز وایي، هغو محدوديتونو ته په پام سره چې طالبانو په ټولنيز ژوند کې د ښځو پر کار او رول باندې وضع کړي دي، کمېسيون اندېښمن دی چې طالبان به، د کمېسيون د رهبري کچې په ګډون، د ښځينه کارکوونکو د حضور او دندو پر وړاندې خنډ شي. خو دغه کمېسیون زیاتوي چې دا کار د منلو نه دی.

د بشر حقونو کمېسیون وایي، که کمېسيون د خپلو ښځينه کارکوونکو د حقونو ملاتړ و نه کړای شي؛ نو د افغانستان د نورو وګړو د حقونو ملاتړ هم نه شي کولی.

کمېسیون په اعلامیه کې وایي: «د کمېسيون رهبري د دې بنسټ د دندو په تر سره کولو کې د کمېسيون پر پاتې راتلو سخته اندېښمنه ده، په تېره بيا په اوس وخت کې په پنجشېر، کندهار او د هېواد په نورو ولايتونو کې ‎د بشر حقونو د جدي نقض ادعاوو او همدارنګه په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنو ته په پام، د افغانستان خلک د بشر حقونو یوه خپلواک بنسټ ته اړتيا لري، چې د خپلو حقونو د نقض قضيې ورته راجع کړي او دا ډاډ ولري چې يو داسې بنسټ ته د خپلو قضيو په راجع کولو سره زيان نه ور رسېږي او قضيه يې د یوه داسې بنسټ له خوا ارزول کېږي چې د بشر حقونه مراعت کوي.»

یاده اعلامیه همدارنګه وایي، کمېسيون د بيان پر ازادۍ د لګول شويو محدوديتونو په اړه د مدني ټولنې د فعالانو او  خبريالانو له برحقه اندېښنو سره همغږی دی او يادونه کوي چې د بيان پر ازادۍ لګول شوي محدوديتونه او د دې بنسټ د اړوندو دندو د تر سره کولو په برخه کې د کمېسيون بې وسي د دې سبب شوې ده چې د افغانستان خلک د خپلو حقونو د څارنې او پياوړتيا ځواک له لاسه ورکړي. 

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون له یوناما او په افغانستان کې د بشر حقونو عالي کمېسیاري څخه په مننې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو له شورا غوښتي چې په دې شرایطو کې د بشر حقونو د نقض د قضيو د څارنې لپاره يو خپلواک مېکانيزم رامنځته کړي.

دغه‌راز یاد کمېسیون په دې اعلامیه کې له طالبانو هم ګڼې غوښتنې کړي دي.

کمېسيون له طالبانو څخه غوښتي چې په ټول هېواد کې د بشر حقونو په تېره بيا د ماشومانو او ښځو د حقوق بشري وضعيت د خپلواکې او بې پرې څارنې زمينه برابره کړي. 

همدارنګه د دې بنسټ او د دې بنسټ د کارکوونکو او همداراز د بشر حقونو د ټولو مدافعانو، چې د افغانانو د بشر حقونو نه ستړې کېدونکې دفاع يې کړې ده، درناوی وکړي.

دې کمېسیون همدرانګه له طالبانو غوښتي چې د خلکو د اساسي حقونو، لکه د زده کړې، لوړو زده کړو، کار، تګ را تګ او نورو حقونو پراخ نقض ته په کتو، د افغانستان د دولت نړيوالو ژمنو، په تېره بيا د بشر حقونو نړيوالو کنوانسيونونو ته ژمن پاتې شي. 

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خپلې وروستۍ غوښتنه کې ویلي چې طالبان نړيوال بشرپال قوانين رعايت کړي او خلکو ته د بشرپالو مرستو په رسولو کې خنډ جوړ نه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه