اطلاعات روز: د افغانستان پوهنې وزارت د هېواد ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او د رسمي مدارسو یوازې له نارینه زدهکوونکو او ښوونکو غوښتي چې خپل درسي بهیر پیل کړي.
پوهنې وزارت پرون (جمعه، ۲۶ د وږي) پر خپلې فیسبوکپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې له شنبې یانې له نن څخه ټول د متوسطې او لېسې ښوونځي او رسمي مدرسې دې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د پوهنې وزارت په دې خبرپاڼه کې یوازې له نارینه زدهکوونکو او ښوونکو غوښتنه شوې چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي: «څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړل شوی وو د یادې تدریجي شروع په سلسله کې اوس د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي، ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.»
په دې خبرپاڼه کې له ټولو ولایتي او اړوند مسوولینو غوښتنه شوې چې په دې اړه لازم اجرات ترسره کړي.
پوهنې وزارت په دې خبرپاڼه کې یادونه نه ده کړې چې ولې یې یوازې نارینه زدهکوونکي او ښوونکي ورغوښتي او ښځینه یې له پامه غورځولي دي. خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وړاندې او وروسته، خلکو سره دا اندېښنې وې او شته چې ښایي طالبان نور د ښځو حقونو ته د پخوا په څېر پام و نه کړي.
