حقاني د ملګروملتو استازي ته: د حکومت رسمیت پېژندلو او تور لیست ختمولو کې عملي ګامونه واخلئ

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال او کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مشرې او پلاوي سره لیدنه کې، د طالبانو د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج‌الدین حقاني غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو، تورلست ختمولو او ټوله کې د ټولو بندیزونو لرې‌کولو کې عملي ګامونه واخلي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد د دې لیدنې په اړه په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې دغه لیدنه پرون (چهارشنبه، ۲۴ د وږي) شوې ده.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ګیلیس میچود او په کابل کې د ملګرو ملتو د دفتر له مشرې دیبورا لاینز او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

د نوموړي په وینا په دې کتنه کې ښاغلي حقاني د وروستیو مرسته‌شویو پیسو د لګولو او امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په برخه کې یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ.

د ښاغلي مجاهد په وینا: «دغه راز یې ترې وغوښتل، چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو، تورلست ختمولو او په مجموع کې د ټولو بندیزونو کولو کې عملي ګامونه واخلي.»

ښاغلي حقاني ویلي، له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هیوادونو سره ګډ کار کول دې ته اړتیا لري، چې د طالبانو حکومت د رسمي جهت په توګه عملي ګامونو اخستلو ته تابیا ونیسي او په وینا یې چې دې برخه کې د باور فضا رامنځته کول ډېر مهم دي.

سراج‌الدین حقاني په دې برخه کې د بېلګې په توګه د کنګل شویو پیسو خلاصول یاد کړي او غوښتنه یې کړې چې باید دا پیسې له کنګله ووځي. دغه راز یې په امنیتي برخه کې د دوحې تړون عملي کول او تور لست ختمول چې په وینا یې مهم نقش لري، یاد کړي دي.

د ذبیح‌الله مجاهد په وینا، ښاغلي حقاني ویلي چې طالبان د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دی او نړۍ ته یې هم پيغام دا دی چې د متقابل احترام په بنسټ ولاړې اړیکې غواړي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي هم له خپل اړخه ډاډ ورکړ چې د ملګرو ملتونو د تور لیست په سپینولو کې به لا ډيرې هڅې وکړي.

مجاهد لیکلي چې دغه راز یې د بشري مرستو وراخوا د نورو مرستو ژمنه هم وکړه. د نوموړي پّ وینا، همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په راتګ سره امنیت تامین شوی، له لس کلن ځنډ وروسته یې بیرته د ځمکې اوهوا له لارې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد لیکلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه، چې اوس تاسي سره له نژدې کار کول هغه «تبلیغات» چې په تیرو شلو کلونو کې ستاسي په ضد شوي وو، منفي کوي او نړۍ ته «مثبت» او د ډاډ پيغام ورکوي او دا چې ملګري ملتونه ډاډمن دي، چې طالبان له فساد سره د مبارزې کلک هوډ لري.

ښاغلي مجاهد لیکلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال همدارنګه وویل چې دی له افغانستانه د امن، سوکالۍ او د ګډ کار د ژمنې له پيغام سره بیرته د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ورځي، چې دا به راتلونکو ورځو کې افغانانو ته ښه زیري ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه