د شېرمحمد عباس ستانکزي او ډیبورا لاینز لیدنه؛ «بشري مرستې بايد د پخوا په څیر دوام پیدا کړي»

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډیبورا لاینز سره لیدنه کې، دواړو لوریو افغانستان سره د پخوا په څېر د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې دغه لیدنه پرون (سه‌شنبه، ۲۳ د وږي) په دوحه کې شوې ده.

د ښاغلي نعیم په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان په روان وضعیت، ، له افغانستان سره د جینېوا په وروستي کانفرانس کې د ترسره شویو مرستو، په افغانستان کې د ملل متحد د کارکوونکو په امنیت او د هیواد په اقتصادي وضعیت خبرې وشوې.

جینېوا کنفرانس چې د ملګرو ملتونو په نوښت افغانستان سره د بشري مرستو په موخه راغوښتل شوی و، په کې دې هېواد سره له یو میلیارد ډېرو ډالرو مرستو اعلان وشو. له دغو مرستو طالب چارواکو مننه وکړه.

ښاغلي نعیم د یادې لیدنې په اړه دغه‌راز لیکلي چې ډیبورا له وروستيو تحولاتو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارمنانو د خوندیتوب په برخه کې د طالبانو له لوري د ترسره شویو ګامونو له امله مننه وکړه.

نوموړی وایي چې د طالب لوري هم د دوی کارکوونکو لا خوندیتوب لپاره ورته ډاډ ورکړل شو.

ډاکټر محمد نعیم زیاتوي:«دواړو لوریو په دې ټینګار وکړ چې بشري مرستې بايد د پخوا په څیر دوام پیدا کړي.»

له بلې خوا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټوېټر لیکلي چې همدا پرون د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي او مل پلاوي، افغانستان لپاره د ناروې د ځانګړي استازي پرالبرټ الساس او د افغانستان لپاره د ناروې سفیر او مل پلاوي سره په دوحه کې وکتل.

د ښاغلي نعیم په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، بشري مرستو او یو لړ سیاسي موضوعاتو خبرې وشوې.

نوموړی زیاتوي چې ښاغلي ستانکزي د ناروې د بشري مرستو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ټولو بشري موسساتو لپاره د امنیت چاپیریال رامنځته شوی او دوی په ډاډمنه فضا کې خپل فعالیتونه ترسره کولی شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه