بي‌بي‌سي ته سرچینې: د ملا عبدالغني برادر او خلیل حقاني ترمنځ لفظي شخړه شوې وه

اطلاعات روز: بي‌بي‌سي پښتو وایي، دوحه او کابل کې د طالبانو دوو سرچینو دوی ته منلې چې څو ورځې وړاندې، غالباً د پنجشنبې یا جمعې پر شپه په ارګ کې د ملا عبدالغني برادر او خلیل حقاني ترمنځ لفظي شخړه شوې وه.

بي‌بي‌سي پښتو نن (سه‌شنبه، ۲۳ د وږي) په خپل خپاره کړي راپور د یادو سرچینو له خولې ویلي چې هماغه مهال تر دې خونې بهر د دوی پلویان سره لاس او ګرېوان شوي ول.

دغه رسنۍ وایي، سرچینو ورته ویلي چې تر هماغې پېښې وروسته بیا ملا عبدالغني برادر خپه شو او کندهار ته ولاړ. خو طالبانو ویلي ښاغلی برادر د دوی له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د لیدو لپاره کندهار ته تللی و او ژر به کابل ته ستون شي.‌

سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، ملا عبدالغني برادر د نوي حکومت جوړیدو او د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه د نظر اختلاف درلود. د دوی په وینا،‌ هغه داسې حکومت نه غوښت چې چارواکي یې ټول طالب مشران یا مولایان وي.‌

بي‌بي‌سي لیکلي، دغه سرچینه د ملا عبدالغني برادر له خولې وايي،: «دوی په تېرو شلو کلونو کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې وې او د قطر په سیاسي دفتر کې له نړیوالو سره همدا ژمنه شوې وه چې یو داسې حکومت به جوړوي،‌ چې په کې د افغانستان د ټولو قامونو استازي وي او هم ښځې او لږکي هم په کې ونډه ولري.»

یوې بلې سرچینې بیا بي بي سي ته ویلي،‌ د طالبانو ترمنځ د کابینې تر جوړېدو وړاندې ځينې اختلافات ول،‌ خو په خبره يې د کابینې تر اعلان وروسته ختم شوي دي.

ارګ کې د طالبانو ترمنځ د نښتو او اختلافونو خبرونه همدا څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو شبکو خپاره شول. ځینو ان ویلی چې په ارګ کې دننه طالبانو خپلو کې سره ډزې کړي او د نوې کابینې د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر په کې ټپي شوی. ځینو یې بیا د وژل‌کېدو خبره هم کوله.

د ښاغلي برادر په اړه دا اوازې هغه وخت لا پسې ډېرې او د خلکو پام ورواړوو چې د نوي حکومت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ، د قطر د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د دې هېواد لوړپوړي پلاوي سره ناسته کې، ملا عبدالغني برادر و نه لیدل شو.

خو وروسته بیا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د ښاغلي برادر یو غږ خپور کړ چې په کې په خپله ملا عبدالغني برادر د نوموړي په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه