له طالبانو د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسېدونکو غوښتنه: د کونړ پر سیند نړېدلی پل ورغوئ

اطلاعات روز: د کونړ شلتن ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي د کونړ پر سیند د نړیدلي پل د بیاجوړیدو غوښتنه کوي.

د شلتن ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي وایي، یاد پل د طالبانو له راتګ یوه میاشت وړاندې سیلابونو نړولی و، خو اوس یې دوه میاشتې پوره کیږي چې پر خپل حال پروت دی چې له امله یې د کونړ مرکز اسداباد ته لاره اوږده شوې او د سیمې اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د شلتن ولسوالۍ یو قومي مشر ملک نورالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کونړ پر سیند یاد پل د تیر حکومت پرمهال د «پي ار ټي» یا د ولایتي بیارغونې ټیم له لوري جوړ شوی و، خو د کم کیفیت له امله سیلابونو ویجاړ کړی، چې له امله یې اوس د یادو سیمو اوسیدونکي په وخت د ژوند چارې سرته نه شي رسولی.

ملک نورالله زیاته کړه: «د شلتن ولسوالۍ دغه پل چې د تیر حکومت پرمهال جوړ شوی و او په تیر حکومت کې فقط د شلتن ولسوالۍ لپاره همدا یو پل جوړ شوی و، خو دا شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې اوبو ویجاړ کړی او خلک یې له سخت کړاو سره مخ کړي دي، له طالب چارواکو غوښتنه کوو چې یاد پل دې جوړ کړي چې د خلکو ستونزې ورسره حل شي، ځکه مونږ د همدې پل د نشتون له امله ستونزو سره مخ یو.»

اوسمهال د شلتن ولسوالۍ پر یاد پل تیریدونکي خلک د تګ راتګ په موخه له یو باڼسي پل ګټه اخلي، کوم چې د ځایي اوسیدونکو له لوري د پل په ویجاړشوي ځای جوړ شوی دی.

د یادې ولسوالۍ یو بل قومي مشر نوراجان له ولایتي او نورو اړونده ادارو د یاد پل د جوړیدو غوښتنه کوي.

ملک نورا جان زیاتوي: «مونږ چې اوس د شلتن کوم پل چې د کونړ پر سیند جوړ شوی یوه برخه یې ویجاړه شوې او خلکو بیا باڼسي پل جوړ کړی چې له هغې څخه ګټه اخلي تر څو پرې تګ راتګ وکړي، خو په دې باڼسي پل تګ راتګ کول هم له ستونزو ډک وي او سپین ږیرې خو له زیاتو ستونزو سره مخ وي.»

په همدې حال کې د کونړ ولایتي چارواکي هم د شلتن ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزه مني. د کونړ د والي ویاند نجیب الله حنیف اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د یاد پل ستونزه یې اړونده ادارو سره شریکه کړې او هیله مند دي چې د جوړیدو چارې به یې پیل شي.

نوموړي له نورو مرستندویه ادارو هم وغوښتل چې د شلتن ولسوالۍ د یاد پل په جوړیدو کې ورسره همکاري وکړي.

د کونړ د والي ویاند نجیب الله حنیف زیاته کړه: «زمونږ د ټولو مرستندویه ادارو غوښتنه ده، چې د دې پل په جوړیدو کې له مونږ سره مرسته وکړي، تر څو یاد پل جوړ او د خلکو ستونزو ته د حل لاره ولټول شي، دلته امنیت هم خوندي دی او هره اداره چې یاد پل رغوي مونږ سره دې همکاري وکړي او مونږ هم دا ستونزه له نورو اړونده ادارو سره شریکه کړې تمه شته چې یاد پل به جوړ شي.»

د تېر حکومت پر مهال بهرنیو ځواکونو د کونړ پر سیند پنځه پاخه پلونه جوړ کړي، چې له ډلې یې د زیړي بابا پل شاوخوا یوولس کاله وړاندې ویجاړ شوی او نیږدې دوه میاشتې کیږي، چې د شلتن ولسوالۍ د پل یو برخه هم ویجاړه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه