اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا یا لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر په یو صوتي پیغام کې خپل مرګ او یا ټپي کیدل رد کړي دي.
د برادر دا صوتي پیغام نن (دوشنبه، د وږي ۲۲مه) د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند له خوا په قطر کې خپور شوی دی. ملابرادر په دې پيغام ویلي دي چې په سفر کې دی او د هغه په اړه خپرې شوې اوازې رښتیا نه دي.
محمد نعیم هم په یو ټویټ کې خپرې شوې اوازې د (دښمن تبلیغات) ګڼلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د ملا برادر په اړه بیلابیل راپورونه خپاره شوي دي.
ځینو ویلي و چې هغه په یو داخلي جګړه کې ټپي شوی دی او ځینو د هغه د مرګ خبر خپور کړی و.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال د طالبانو له لومړی وزیر او نورو سرپرست وزیرانو سره د هغه لیدنې، د ملا برادر د نه شتون دا اوازې ځواکمنې کړې.
