اطلاعات روز: د سويل ختيځ زون په کچه په پکتيکا ولايت کې د مېلمه په نوم اف ام راډيو چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې يې په رسنيز ډګر کې فعاليت درلود او د هېواد په زياتره ولايتونو کې يې سيمه ايز خبريالان هم درلودل، د اقتصادي ستونزو له امله يې نن فعاليت بند کړی دی.
د يادې راډيو د خبرونو مدير منور نن (یکشنبه، ۲۱ د وږي) مبارز اطلاعات روز ته وويل، چې دوی له تېرو لسو کلونو راهيسې د راډيو تر څنګ مېلمه بنسټ هم درلود، په دې وروستيو کې يې د اقتصادي ستونزو له ډېرو وروسته مجبور شول، چې خپل مدني او رسنيز فعاليت په مکمل ډول بند کړي.
هغه وايي، له دې وړاندې يې پخوا يې د سوداګريزو اعلانونو په مټ خپلو کارمندانو او خبريالانو ته معاشونه ورکول.
نوموړي په دې اړه وويل: «مونږ شاوخوا لس کاله کيږي، چې دلته په پکتيکا کې د مېلمه راډيو او مدني بنسټ په نوم رسنيز فعاليت کاوه او نشرات مو په پکتيکا، پکتيا، خوست، غزني او لوګر ولايتونو کې هم درلود، خو اوس مو اقتصادي ستونزې ډیرې شوې، سوداګريز اعلانونه کم شول، نو نه مو شوای کولی، چې ټولو کارمندانو ته معاش ورکړو، همدا پرېکړه مو وکړه، چې فعاليت په مکمل ډول بند کړو.»
د مبارز په وينا چې د وضعیت له سمون او اقتصادي ستونزو له هوارېدو وروسته به بيا هم هڅه وکړي، چې د پکتيکا خلکو ستونزو ته د خپلې راډيو په مټ انعکاس ورکړي.
هغه وايي: «که د هېواد وضعیت ښه شو او شته اقتصادي بحران ختم شي، بيا به هڅه وکړو، چې د ژورناليزم ډګر ته راستانه شو او د راډيو له لارې د خلکو ستونزو ته بيا ځلې انعکاس ورکړو.»
په هيواد کې د سياسي وضعیت او نظام له بدلون وروسته په سويل ختيځ زون کې د مېلمه په نوم لومړنۍ سيمه ييزه راډيو ده، چې فعاليت بندوي، خو پکتيا او خوست کې هم ځينې راډيوګانې له ورته اقتصادي ننګونو سره مخ دي او که يې ستونزې حل نه شي، رسنيز فعاليت به ودروي.
