د طالبانو ویاند: نړیوال به قانع کړو، چې موږ په رسمیت وپېژني

خبریال: حبیب الله سراب

د طالبانو د عامه اړیکو مسوول او د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات معین ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو نوي حکومت هڅه پیل کړې، چې ګاونډي او نړیوال هیوادونه دې ته قانع کړي، چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.

نوموړي دغه څرګندونې پکتیا ته په سفر کې یو پراخه غونډې ته کړې او ویلي دي، چې ځینو ګاونډیو هیوادونو ورسره د ښو اړیکو وړاندیز هم کړی دی.

مجاهد جوړې شوې غونډې ته وویل، چې هیواد په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او  د یو قوي نظام په جوړولو یې کار پیل کړی دی.

هغه وايي: «خدای پاک هیڅکله په مسلمانانو روزي نه بندوي او له دې هم وېره مه کوئ، چې مونږ به څوک په رسمیت ونه پېژني او یا به راباندې بندیزونه ولګوي، اسلامي امارت به ټول فرصتونه داسې برابروي، لکه دا شل کلن جهاد یې چې سرته په کامیابۍ سره ورساوه، نو له نړیوالو سره به اړیکې هم جوړیږي، هغوی ته به دې ته قانع کوو، چې هم مو په رسمیت وپېژني او هم راسره ښې اقتصادي اړیکې جوړې کړي.»

د مجاهد په وینا، چې اوسنۍ اقتصادي ستونزې به ژر حل او له ګاونډیو هیوادونو سره به سوداګریزې اړیکې لاپیاوړې شي.

نوموړي همدا راز د امنیت په ټینګښت او د ملي شتمنیو په ساتنه کې د پکتیا له اوسېدونکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

مجاهد جوړې شوې غونډې ته وویل، چې هیواد په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او  د یو قوي نظام په جوړولو یې کار پیل کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «تاسو د دې لپاره هیڅ اندېښنه ونه کړئ، چې دا اوس اقتصادي بهران به نور هم زیات شي، افغانستان د اسیا په زړه کې پروت دی، دا د ګاونډیو د تجارت لپاره مهم هیواد ګڼل کیږي، نو شته اقتصادي ناورین چې اوس شتون لري، د هواري لپاره به یې کوټلي ګامونه واخیستل شي او د افغانانو بېوزلي ته به د پای ټکی کېښول دي.»

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې د د پکتیا سربېره به په ټول هیواد کې به په نیمګړو رغنیزو پروژو کار پیل او نږدې وخت کې به یې چارې پیل شي، هغه همدا راز د پکتیا له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي او وویل: «په پکتیا کې د مچلغو بند، د زرمت سړک او د هیواد په نورو ولایتونو کې کومې پروژې چې نیمګړې دي او کار یې ځنډېدلی، نو په دې به بیرته کار پیلیږي او ژر به بشپړې شي، بله مسله دا ده، چې پکتیا وال لکه چې تل یې د حکومت په جوړونه کې مهم رول لوبولی، همداشان دې اوس هم د عامه تاسیساتو او نورو ودانیو په ساتنه کې برخه واخلي، ځکه مونږ د ولس همکارۍ ته ضرورت لرو.»

په همدې حال کې د پکتیا اوسېدونکي له اوسنې امنیتي وضعیت خوښ دي، خو ټینګار کوي چې طالبان دې د نوي نظام له مخې په دولتي ادارو کې مسلکي کسانو ته ونډه ورکړي.

د دې ولایت اوسېدونکي ډاکټر عبدالحادي حماس وویل، چې افغانان یو قوي نظام ته ضرورت لري، تر څو د ټولو قومونو خلک په کې ځان وویني او د بیاځلې لپاره د جګړو او ناخوالو شاهدان ونه اوسي.

په همدې حال کې د پکتیا اوسېدونکي له اوسنې امنیتي وضعیت خوښ دي، خو ټینګار کوي چې طالبان دې د نوي نظام له مخې په دولتي ادارو کې مسلکي کسانو ته ونډه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: «هیواد کې د خدای فضل دی، امنیت بیخي ښه دی، ټول افغانان ترې خوښ دي او ځانونه خوندي احساسوي، خو دا چې نوی حکومت جوړېدونکی دی او کابینه اعلان شوې، زمونږ هیله د اسلامي امارت له مشرتابه دا ده، چې په دولتي ادارو کې پاتې کسان هم مسلکي او هغه ډول وګماري چې ولس ته په رښتوني ډول خدمت وکړي.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی ولي محمد بیا وايي، چې طالبان دې د افغانانو له غوښتنې سره سم ځینې ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي، د هغه په خبره، ملي بیرغ، ملي سرود او ملي پوځ هغه څه دي، چې نړیوال په همدې باندې افغانان پېژني.

د هغه په وینا، چې طالبان له خلکو سره دا درې مهم مسایل ونه مني، نو ګڼ خلک به له نوي جوړېدونکي حکومت ناهیلې او له همکارۍ به یې لاس واخلي.

هغه وايي: «مونږ نور په اوسني حکومت کې څه نه وایو، په دې ډېر خوښ یو، چې هیواد کې وینه توېدنه بنده شوه، خو یوه مسله دا ده، چې طالبان باید ملي ارزښتونه همداسې ژوندي وساتي، بیرغ، ملي سرود او زمونږ اردو، چې ټول نړیوال مو په همدې پېژني، نو د افغانانو همدې غوښتنې ته باید لبیک ووايي او همداسې یې پرېږدي.»

په هیواد د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا میاشت تیږي، امنیت خورا ښه شوی، خو هغه ستونزه چې لاهم پرځای دی، د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالی دی، کوم چې خلک یې سخت اندېښمن کړي.

طالبانو بیا ویلي، چې د حالت له عادي کېدو وروسته به د توکو په بیو کې هم ټیتوالی راشي او له ګاونډیو هیوادونو سره به سوداګریزې اړیکې لاپیاوړې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه