اطلاعات روز: پاکستانۍ ډون ورځپاڼه وایي، د افغانستان په اړه د پاکستان استخباراتي ادارې په خپل کوربهتوب د سیمې هېوادونو د استخباراتي چارواکو ناسته کړې ده.
ډون ورځپاڼې نن په دې اړه خپل خپارهکړي راپور کې ویلي، چې دغه ناسته پرون (شنبه، ۲۰ د وږي) شوې ده. دا ورځپاڼه وایي، د دې ناستې په اړه هېڅ کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، خو دوی ته یوې باخبره سرچینې په خصوصي توګه تایید کړې چې دا ناسته شوې ده.
د سرچینې له خولې، په دې ناسته کې روسیې، چین، ایران او د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو شتون درلوده.
ډون ورځپاڼې ته یادې سرچینې ویلي: «د پاکستان لهخوا د دې ناستې کوربهتوب، سیمې او افغانستان کې سولې لپاره زموږ د رښتینولۍ ښکارندویي کوي.»
د سرچینې په وینا چې په دې ناسته کې افغانستان سره پر کرښه د امنیت پر اړوند مسایلو خبرې شوي دي.
ډون ورځپاڼې د سرچینې له قوله ویلي، د سیمې هېوادونه افغانستان سره پر پوله امنیتي حالت ته اندېښمن دي. دوی خپلې اندېښنې، هغه ترهګر چې پر نورو هېوادونو برید لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي، د افراطیت پراخوالی، د پناهغوښتونکو د یرغل احتمال، د نشهیي توکو قاچاق او له هېواده بهر جنایتونه، بیان کړي دي.
دې ورځپاڼې په خپل دې راپور کې ویلي، یوه له دې اندېښمنو هېوادونو روسیه ده، چې افغانستان کې د داعش وسلهوالې ډلې له فعالیت او دوی ته د ګواښ له پېښېدو اندېښنه لري.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودوف یوه خبري وبسایټ Gazeta.Ru ته ویلي چې د مرکزي اسیا پولو ته نږدې افغانستان کې د داعش «ترهګرې» ډلې لسګونه زره غړي مېشت شوي دي.
له دې وړاندې تېره چهارشنبه د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) مشر ویلیام برنز پاکستان ته سفر کړی و. په دې سفر کې نوموړي د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د ایاسای مشر جنرال فیض حمید سره یې کتلي ول.
د ډون ورځپاڼې په وینا چې ښاغلی برنز پاکستان ته د دې لپاره تللی و څو د نوي وضعیت په اړه د امریکا متحده ایالاتو اندېښنې شریکي کړي او وګوري چې پاکستان څنګه کولی شي ورسره چلند وکړي.
له دې څو ورځې وړاندې بیا د پاکستان استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید افغانستان ته سفر کړی و او د طالبانو له مشرانو سره یې کتلي ول.
ډون ورځپاڼې په دې اړه هم د یوې سرچینې له خولې ویلي چې ښاغلي حمید کابل کې خپلو ناستو کې ترهګرو ډلو له هغې ډلې داعش، القاعدې، ETIM ، TTP ، BLA او جندالله سره د بېړني چلند پر غوښتنې ټینګار کړی دی.
