اطلاعات روز: رویټرز خبري اژانس وایي، دوی ته ځینو سرچینو ویلي چې د افغانستان بانک نورو بانکونو ته حکم کړی چې حوالې باید یوازې په افغانیو ورکړل شي.
یاد خبري اژانس پرون (شنبه، ۲۰ د وږي) په خپل خپاره کړي راپور کې د سرچینو له خولې ویلي چې د دې پرېکړې لامل د ډالرو د ساتلو لپاره د افغانستان بانک وروستۍ هڅه ده چې په اوسني وخت کې د افغانستان په بازارونو کې کم شوي دي.
د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط او د افغانستان بانک کې لس مېلیارده ډالرو ته د امریکا له لوري د طالبانو لاسرسي محدودېدو سره، دې هېواد کې د ډالرو بیه بېسارې لوړه شوه. خو اوس د افغانستان بانک په خپلو دې هلو ځلو سره غواړي چې افغانۍ بېرته خپل ارزښت ترلاسه کړي.
دغه راز له بانکونو پر فردي حسابلرونکو اونۍ کې د ۲۰۰ ډالرو یا ۲۰ زره افغانیو وېستنې محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.
رویټرز ته سرچینې ویلي چې د افغانستان بانک په وروستیو ورځو کې په هېواد کې د ویسټرن یونین ټولنې بانکي شریکانو ته ویلي چې خپلې حوالې یوازې په افغانیو ورکړي.
یاد راپور کې همدارنګه ویل شوي، که له دغې پرېکړې مخکې حوالې د استوونکو له خوا په ډالرو لېږل شوې وي، ډالر ورته ورکول کېږي.
رویټرز په دې راپور کې ویلي چې نړۍ کې د پیسو د چټک لېږد شرکت «MoneyGram» له ډېرو توضېحاتو پرته ویلي چې یوازې افغانۍ به ورکوي. د پیسو د چټک لېږد دې او وېسټرن یونین دواړو شبکو چې د اګسټ میاشت کې د طالبانو په لاس د افغانستان له نسکورېدو سره یې خپل چوپړونه ودرولي ول، بېرته یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
له بلې خوا د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله واثق ویلي چې هېواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي. ښاغلي واثق پر خپل ټوېټر لیکلي، دا خبر هېڅ حقیقت نه لري چې ستره سوداګري به په پاکستانۍ کرنسۍ کېږي.
احمدالله واثق لیکلي:«موږ ته خپل هویت ډیر مهم دی، هیڅ کله به داسې پرېکړه ونشي چي زموږ د هیواد د مادي او معنوي منافعو په زیان وي.»
