طالبان: تور لېست په اړه د امریکا نوی دریځ د دوحې له تړونه سرغړونه ده

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي، د امریکا له لوري په تور لېست کې د دوی د کابینې ځینې غړي او د حقاني کورنۍ نومونو یادول، د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (پنجشنبه، ۱۸ د وږي) پر خپل ټوېټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا له خوا د دوی په تورو لېستونو کې د طالبانو کابینې ځینو غړو او حقاني کورنۍ نومونو یادول د دوحې له تړونه سرغړونه ده او زیاتوي چې دا دریځ نه د امریکا او نه هم د افغانستان په ګټه ده.

اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې ګواکې د اسلامي امارت په کابینه کي ځیني مشران یا د حقاني صاحب رحمه الله کورنۍ د امریکا په تورو لیستونو کې دي او داچي د دوی هدف دي. اسلامي امارت دغه دريځ د دوحې د تړون څخه ښکاره سرغړونه بولي.»
اعلامیه کې راغلي چې د حقاني کورنۍ د «اسلامي امارت» برخه ده او هیڅ کوم جلا نوم او تشکیلات نه لري.

د طالبانو اعلامیه کاږي: «همدارنګه د دوحې په تړون کې بې له کومې استثنا څخه د اسلامي امارت ټول مسئولین له امریکا سره د تعامل برخه وو او باید د ملګرو ملتونو او د امریکا د تورو لیستونو څخه ایستل شوی وای چې اوس هم دا غوښتنه پخپل ځای ده.»
د ذبیح‌الله مجاهد له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دا چې امریکا یا نور هېوادونه د افغانستان په داخلي چارو کې «پاروونکي» نظرونه څرګندوي او د لاسوهنو هڅه کوي، دوی دا دريځ په کلکو ټکو ردوي.

دوی زیاتوي د امریکایې چارواکو دا ډول څرګندوني د تیرو «ناکامو» تجربو تکرار او د امریکا په زیان دریځ دی. طالبان په دې اعلامیه کې غوښتنه کوي چې هرڅه ژر دغه ډول ناسم دريځ په دیپلوماتیکه راشه درشه بدل شي.

د امریکا فدرال څېړنو ادارې (اف بي آی) ویلي چې د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني د امریکا تور لېست کې دی او امریکا یې د نیولو لپاره لس مېلیونه جایزه ټاکلې ده. سراج‌الدین حقاني د طالبانو نوې کابینه کې د کورنیو چار وزارت چارسمبالی وزیر ټاکل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه