د پکتیا خبریالان: اطلاعات روز یوه بې پرې رسنۍ ده، له خبریالانو سره یې شوی چلند غندو

خبریال: حبیب‌الله سراب

په پکتیا ولایت کې د ځینو محلي او نړیوالو رسنیو خبریالانو په پلازمینې کابل کې د اطلاعات روز ورځپاڼې په هغو خبریالانو خواشیني څرګنده کړې، چې تېره ورځ طالبانو د لاریون پر مهال له ځانه سره بیولي و او له توهین کېدو وروسته یې سخت ډبولي هم دي.

د نورو ولایتونو سربېره په پکتیا کې هم ځايي خبریالانو په دې موضوع خواشیني څرګنده کړې او د طالبانو له مطبوعاتي مسوولینو یې غوښتنه کړې، چې له ژمنې سره سم د بیان ازادي او خبریالانو ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسوول ساحل منګل وايي، د اطلاعات روز او په تېره بیا د ټولو ازادو رسنیو خبریالان بې طرفه دي او که دا ډول پېښې دوام ولري، نو ګڼې شخصي رسنۍ به له فعالیت کولو لاس واخلي.

هغه د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو لپاره له ټاکل شوې کمېټې غوښتنه وکړه، چې یاده موضوع جدي وڅیړي او هغو کسانو ته سزا ورکړي، چې د اطالاعات روز خبریالانو په قضیه کې ښکېل دي.

نوموړي وویل: «مونږ کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د اطلاعات روز ورځپاڼې د ځینو خبریالانو انځورونه ولیدل، نو له هغوی سره ناوړه چلند شوی، په ډېر بد وضعیت کې و او سخت وهل شوي دي، دا پېښه ډېره خواشینونکې او د اندېښنې وړ ده، نو زمونږ هیله دا ده، چې دا ډول پېښې باید د بیا ځلې لپاره تکرار نه شي.»

په دې ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسوول ساحل منګل د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو لپاره له ټاکل شوې کمېټې غوښتنه وکړه، چې یاده موضوع جدي وڅیړي او هغو کسانو ته سزا ورکړي، چې د طالاعات روز خبریالانو په قضیه کې ښکېل دي.

په همدې حال کې بیا په سویل ختیځ زون کې د شمشاد ټلویزیون خبریال  حکمت نیازی هم له خبریالانو سره دا ډول چلند د بیان په ازادۍ زیاتی بولي او وايي، که دا ډول پېښې بار، بار تکراریږي، نو  ولایتي خبریالان هم بیا نشي کولی، چې په ډاډه زړه د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکړي.

هغه وايي: «دا چې نن د اطلاعات روز په خبریالانو دا ورځ راغلې، نو سبا شاید د نورو رسنیو په خبریالانو راشي، خو ښه دا ده، چې طالبان د بیان ازادي ته پوره احترام ولري او نه یوازې دا چې له خبریالانو سره ناوړه چلند و نه شي، بلکې د خبریالانو د کار په وړاندې هم باید خنډونه پېښ نه شي.»

په پکتیا کې د پژواک خبریال شکور کامران بیا د اطلاعات روز ورځپاڼې سره د طالبانو له خوا شوی چلند انساني او افغاني کرامت ته سپکاوی بولي او وايي، که طالبان د ښه او قوي نظام جوړېدل غواړي، نو د بیان ازادي او رسنیو فعالیت ته باید احترام ولري.

کامران په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «خبریال، مدني فعال او یا هم د ټولنې بل هر قشر چې دلته په هیواد کې ژوند کوي، نو د دوی انساني کرامت ته باید احترام وشي، له دوی سره باید داسې چلند ونه شي، چې خدای مه کړه، د هغوی افغاني او انساني حیثیت تر پښو لاندې شي، نو زمونږ له طالبانو هیله دا ده، چې د خپل نظام د لا تقوې لپاره له خلکو سره ښه چلند وکړي.»

په پکتیا کې د پژواک خبریال شکور کامران بیا د اطلاعات روز ورځپاڼې سره د طالبانو له خوا شوی چلند انساني او افغاني کرامت ته سپکاوی بولي او وايي، که طالبان د ښه او قوي نظام جوړېدل غواړي، نو د بیان ازادي او رسنیو فعالیت ته باید احترام ولري.

په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د سلام وطندار خبریال احمد الله احمدي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو له نوي نظام جوړېدو وروسته طالبانو ته د رسنیو او خبریالانو شتون مهم دی، د هغه په وینا، که د اوسني وضعیت په اړه خبریالان راپورونه خپاره نه کړي، نو د نړیوالو نه پام به د طالبانو نظام ته هم تاوان وکړي.

ښاغلي احمدي وویل: «دا چې د طالبانو له خوا نوی نظام په جوړېدو ده، نو هغوی پر ځای د دې چې خبریال او رسنۍ ځان ته را خپلې کړي، په وړاندې یې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، نو مونږ دا ډول پېښې چې د اطلاعات روز دوه خبریالان په کې د طالبانو له خوا ژوبل شوي، خواشیني یو، ځکه هغوی زمونږ د یو سنګر غړي دي، نو نه دی په کار چې دا ډول پېښې تکرار شي، په کار دا دی، چې د نوي نظام په اړه راپورونه په مثبته بڼه خپاره شي، تر څو د نړیوالو پام ځانته را واړوي.»

بل خوا په پکتیا کې د افغانستان د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې غړي عبدالله مخلص اطلاعات روز ته وویل، چې په هیواد کې د خبریالانو د خودیتوب، دفاع او نورو ټولنو هڅه پیل کړې، تر څو د بیا ځلې لپاره ورته پېښې تکرار نه شي، هغه زیاتوي، که طالبان د خبریالانو ژوند ساتنې ته جدي پام ونه کړي، نو ګڼ خبریالان به له خپلو دندو لاس په سر شي.

نوموړي وویل: «د خبریالانو خوندیتوب ته باید جدي پام وشي، ځکه خبریالان بې طرفه خلک دي او که طالبانو له وړاندې دوی ته خبرداری ورکړی وای، چې غونډې ته لاړ نه شي، نو دا خبریال به هم نه ورته، نو کله چې دوی ورځي بیا طالبانو ته په کار و، چې د وهلو او ډبولو پرځای یې ساتنه کړې وای.»

ومو غوښتل، چې په دې اړه د طالبانو او د خبریالانو لپاره د ټاکل شوې درې کسیزه کمېټې نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له بار بار هڅو وروسته بیا هم بریالي نه شو، تقي ریابي او نعمت الله نقدي د اطلاعات روز ورځپاڼې هغه خبریالان و، چې د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته سخت وهل، ډبول شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه