قریشي: د افغانستان د پوځ پاشل‌کېدل او دولت نسکورېدل د وړاندوینې نه‌ول، هېوادونه باید ډاډ ورکړي

اطلاعات روز: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي وایي، د افغانستان وروستۍ پېښې له هغې ډلې د پوځ پاشل‌کېدل او د دولت نسکورېدل، د وړاندوینې نه ول، خو باید دې هېواد کې د ټیکاو لپاره هېوادونه باید د افغانستان خلکو ته د نوي ډیپلوماتیک حضور ډاډ ورکړي.

قریشي چې نن (چهارشنبه، ۱۷ د وږي) د افغانستان ګاونډیو هېوادونو وزیرانو ناسته کې خبرې کولې، وویل چې افغانستان کې وروستیو پېښو، سیمه د نړیوالو د پام مرکز ګرځولی دی.

د هغه په وینا، افغانستان کې د وضعیت بدلون څرنګوالی افغانانو، سیمې او نړۍ ته ژورې پایلې لرلی شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د پوځ پاشلو او نظام سقوط لپاره له وړاندې ټولې ارزونې، اشتباه وې او هېچا نه شوی کولی چې د هغې وړاندوینه وکړي.

هغه که څه هم د افغانستان بدلونونه ناڅاپي یاد کړل، خو له هغې سره یې د دې هېواد د وګړو وینې نه تویېدنه د «مهم ټکي» په توګه یاده کړه.

د قریشي په باور افغانستان اوسنی حالت ښيي چې په دې هېواد کې د اوږدمهاله او کورنۍ جګړې لرلید نه ښکاري.

په دې ټولو سره د پاکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې اوسنی حالت «پېچلی» او د بدلون وړ یادوي.

نوموړي د طالبانو د نوې سرپرستې کابینې اعلان یو پرمختګ یاد کړ او ویې ویل چې د سیمې ټول هېوادونه باید افغانستان کې د تازه واقعیت سره سم خپلې پنجې نرمې کړي.

قریشي هیله ښودلې چې افغانستان کې سیاسي وضعه هر څه ژر ټیکاو ته ورسېږي او عادي شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه