اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښاروالۍ د ساختمان رياست دوه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي.
د جلال اباد ښاروالۍ ویاند ناصر خان شیرزي نن (چهارشنبه، ۱۷ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، امنیتي او کشفي مسوولینو د څیړنو پر اساس د ښاروالۍ د ساختمان برخې دوه کارکوونکي، چې د ساختمان برخې مدیر هم په کې شامل دی، نیولي دي.
د ښاغلي شیرزي په وینا، دوی له یوه تن څخه د کار په بدل کې لس زره افغانۍ رشوت اخیسته.
شیرزي زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ د ساختمان برخې دوه کارکوونکي چې یوه یې د ساختمان برخې مدیر او بل کارمن دی له یو کس څخه یې د کار په بدل کې لس زره افغانۍ اخیستې، چې د رشوت اخیستو پر مهال یې ویدیو هم ترلاسه شوې، نیول شوي دي او اوس تر څیړنو لاندې دي.»
د ښاروالۍ مسوولین وایي، له دې وړاندې په دې اداره کې فساد کېده، خو په خبره یې د دوی په راتګ سره د فساد د مخنیوي جرړې هم ورکې شوي دي.
