کونړ کې یو خبریال له بې‌کارۍ موچیتوب کوي

خبریال: جان‌اغا صالح

کونړ کې یو سیمه ییز خبریال د دندې د نه شتون له امله موچيتوب ته مخه کړې ده.

د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته زیاتره رسنیو خپل فعالیتونه د اقتصادي او ځینو یې د امنیتي ګواښونو له امله درولي او ډېری رسنیو خو خپل خبریالان او نور کارکوونکي د مالي امکاناتو د نه شتون له امله رخصت کړي دي.

پرویز څرګند هم یو له هغه خبریالانو څخه دی، چې له کلونو راهیسې په کونړ کې له پیوستون راډیو تلویزیون، دنیا ټلویزیون او نورو بېلابېلو رسنیو سره یې د سیمه‌ییز خبریال په توګه کار کړی، خو نږدې دوه اونۍ کیږي چې یادې ادارې د مالي امکاناتو د نه شتون له امله له دندې ګوښه کړی.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، څو اونۍ وشوې چې ادارې یې رخصت کړی او ورته یې ویلي دي، چې د مالي امکاناتو د کموالي له امله نه شي کولی تنخوا ورکړي.

د ښاغلي څرګند په خبره د کار د نه شتون له امله موچيتوب ته اړ شوی او اوسمهال د کلي په یو بازار کې موچيتوب کوي، چې هره ورځ تر سل یا دوه سوو افغانیو پورې مزدوري کوي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، څو اونۍ وشوې چې ادارې یې رخصت کړی او ورته یې ویلي دي، چې د مالي امکاناتو د کموالي له امله نه شي کولی تنخوا ورکړي.

څرګند زیاتوي: «نږدې دوه اونۍ وشوې چې بې روزګاره وم او له دې مخکې له کونړ څخه مې دنیا تلویزیون او همدارنګه پيوستون رادیو تلویزیون او نورو مختلفو رسنیو سره د سیمه ییز خبریال په توګه کار کړی، خو اوس ټولو ادارو رخصت کړی یم او ویلي یې دي چې د مالي امکاناتو د نه شتون له امله تاسې ته معاش نه شو درکولی. زما نور ملګري هم زما په شان بې روزګاره شوي دي.»

د نوموړي په وینا د نوي نظام په راتګ سره ټولې رسنۍ اغیزمنې شوي او د رسنیو ډېری کارکوونکي د خپل مسلک پر ځای نورو کسبونو او ځینې یې نورو هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ښاغلي څرګند په خبره د طالبانو د نوي نظام په راتګ سره ځان له امنیتي اړخه خوندي احساسوي، خو په مالي لحاظ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.

نوموړی د خبریالانو د ملاتړ له ادارو او همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې دې د خبریالانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

څرګند زیاته کړه: «لکه څرنګه چې ټولو ته مالومه ده چې ټولې رسنۍ په دې وروستیو کې له سخت اقتصادي زیان سره مخ شوي او ټول د رسنیو ټول کارکوونکي هم له کړاو سره مخ دي، زه چې زیاتره ملګري پيژنم نورو کسبونو ته یې مخه کړې او زیاتره یې بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.»

د نوموړي په وینا د نوي نظام په راتګ سره ټولې رسنۍ اغیزمنې شوي او د رسنیو ډېری کارکوونکي د خپل مسلک پر ځای نورو کسبونو او ځینې یې نورو هیوادونو ته کډوالۍ ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر یوسف ظریفي هم مني، چې د نوي نظام په راتګ سره ختیځ کې ګڼو شمیر رسنیو خپل فعالیت درولی او کارکوونکي یې رخصت کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې بې دندې شوي خبریال پرویز څرګند ته به د دندې پیدا کیدو په برخه کې مرسته وکړي.

ظریفي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یوازې د طالبانو د نظام په راتګ سره ننګرهار کې څلورو رسنیو فعالیت درولی چې دوه یې خصوصي تلویزیونونه دي.

د ښاغلي ظریفي په خبره د امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو له امله د ننګرهار څلور خبریالان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي چې ټول یې د بهرنیو رسنیو خبریالان وو.

ظریفي زیاته کړه: «د نوي نظام په راتګ سره ګڼ شمیر رسنیو خپل فعالیت درولی ختیځ کې او یوازې څلورو رسنیو ننګرهار کې خپل فعالیت درولی چې دوه یې تلویزونونه دي او دا حالت ډیر د اندیښنې وړ دی چې زیاتره رسینو د اقتصادي او مالي امکاناتو د کموالي له امله خپل نشرات درولي دي او په تیرو څو اونیو کې له ننګرهار څخه د څلورو رسنیو خبریالان هم بهرنیو هیوادونو ته تللي دي.»

ظریفي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یوازې د طالبانو د نظام په راتګ سره ننګرهار کې څلورو رسنیو فعالیت درولی چې دوه یې خصوصي تلویزیونونه دي.

بل لور ته خبریالان هم شکایت کوي چې اطلاعات ته یې لاسرسی محدود شوی او د طالبانو د نظام په راتګ سره د یو شمیر طالب وسله والو له لوري ګواښل شوي او ځینې وهل او ډبول شوي هم دي.

ننګرهار کې د شرق راډیو ټلویزیون خبریال ایمل ظاهر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالب چارواکو غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو غږ دې نه خپ کوي او دوی سره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې همکاري وکړي.

ایمل ظاهر زیاته کړه: «یاتره خبریالانو خو لا خپلې دندې پریښي او په دې برخه کې یوه لویه تشه هم رامنځته شوې او ځینې یې چې عملآ د کار په ساحه کې دي هغوی ډیر له ستونزو سره مخ دي، له طالب چارواکو غواړو چې خبریالانو سره دې مرسته وکړي او دوی ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.»

خبریالان اندیښن دي او وایي، که د طالبانو نوی نظام د بیان ازادۍ ته پام ونه کړي زیاتره رسنۍ به په ټول هیواد کې خپل فعالیتونه ودروي او دا به د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنو په برخه کې لوی زیان وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه