پر سوداګرۍ د تړلیو بانکونو اغېز؛ «خلک له یو لوی اقتصادي بحران سره مخ دي»

خبریال: جان‌اغا صالح

ننګرهار کې سوداګر وایي، د بانکونو په تړل کیدو سره یې سوداګریزې چارې ټکنۍ رواني دي.

د سوداګرو په وینا له شاوخوا درې اوونیو راهیسې د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په جلال اباد ښار کې هم ټول دولتي او خصوصي بانکونه تړل شوي دي، چې له امله یې سوداګري تکنۍ شوې ده.

ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمي عظیمي نن (دوشنبه، ۱۵ د وږي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د سوداګرو پانګې په بانکونو کې ایسارې پاتې دي، چې له امله یې دوی ورځ تر بلې زیانمیږي.

نوموړی په دې وروستیو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي لامل هم د بانکونو تړل کیدل یادوي.

زلمي عظییمي زیاته کړه: «په ټول هیواد کې بانکونه تړل شوي او دې حالت سواداګر زیات له کړاو سره مخ کړي دي، که بانک کله خلاص هم وي نو له شل زره افغانیو څخه ډیرې پېسې نه ورکوي او په دې دومره پېسو زمونږ کار نه کیږي، د بانکونو تړل کیدو سوداګر سخت زیانمن کړي او دا توان ټول هیواد ته رسیږي ځکه د سوداګرو ټولې پېسې په بانکونو کې دي چې نشي کولای له بهره نوره سودا راوړي.»

نوموړی وایي، سوداګر له حکومت د بانکونو د ژر خلاصیدو غوښتنه کوي او اندیښنه لري که په نږدې وخت کې بانکونه فعالیت پیل نه کړي، نو د خوراکي توکو بیې به نورې هم لوړې شي.

زلمي عظییمي زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې د بانکونو تړل کیدو سوداګري هم زیانمنه کړې او سوداګرو ته یې لوی زیان اړولی دی او مونږ تمه لرو چې ژر به بانکونه پرانیستل شي او که چیرې ژر دې برخې ته کار ونه شي نو بیا به د توکو بیې هم لوړې شي او په خصوصي بانکونو نورو دولتي بانکونو به د خلکو باور هم راکم شي له شته حکومت غوښتنه کوو چې بانکونه ژر پرانیزي.»

ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمي عظیمي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د سوداګرو پانګې په بانکونو کې ایسارې پاتې دي، چې له امله یې دوی ورځ تر بلې زیانمیږي.

په همدې حال کې عام ولس هم د بانکونو تړل کیدو او ورسره د خوراکي توکو بیو لوړیدو اندیښمن کړي دي. جلال اباد ښار کې د هر بانک مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره او ټول د خپلو پېسو د ترلاسه‌کولو په هڅه کې دي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی شریف الله وایي، دوه اونۍ کیږي بانک ته د پېسو د ترلاسه کیدو په موخه راځي خو تراوسه یې خپلې پېسې نه دي ترلاسه کړي.

 شریف الله زیاته کړه: «دا دریمه اونۍ ده چې ټول هیواد او ننګرهار کې بانکونه تړل شوي او ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، د بانکونو تړل کیدو خلک له لوی کړاو سره مخ کړي هیله ده چې بانکونه ژر بیرته خلاص شي، د زیاتره خلکو معاشونه په بانکونو کې بند پاتې دي او خلک له یو لوی اقتصادي بحران سره مخ دي، که چیرې بیرته بانکونه خلاص نشي نو خلک به له ډیرو سختو ستونزو سره مخ شي.»

بل لور ته طالب ویاند زبیح الله مجاهد وایي، چې د څو اونیو په تیریدو سوداګري تر پخوا ښه شوې او وایي، چې د ګمرکونو، دولتي او خصوصي بانکونو فعالیتونو د بیرته پیلولو په اړه هڅې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي: «ورځ تر بلې په افغانستان کې سوداګري ښه کیږي او دا حالت ورځ تربلې په ښه کیدو دی، مونږ هم هڅه کې یو چې خصوصي او دولتي بانکونه ژر خپل فعالیت پیل کړي چې په دې سره به د سودګرو ټولې شته ستونزې په خپل وخت حل شي.»

بل لور ته طالب ویاند زبیح الله مجاهد وایي، چې د څو اونیو په تیریدو سوداګري تر پخوا ښه شوې او وایي، چې د ګمرکونو، دولتي او خصوصي بانکونو فعالیتونو د بیرته پیلولو په اړه هڅې روانې دي.

ښاغلي مجاهد دغه راز وویل چې بانکونه به ژر پرانیستل شي او چارې به یې عادي حالت ته راوګرځي. هغه زیاته کړه چې اوس مهال د هېواد ډېری بندرونه د عادي‌کېدو حال کې دي او نورو هېوادونو ته صادرات او واردات پیل شوي دي.

نوموړي وویل، د سوداګرۍ او افغانستان کې د پانګونې لپاره تر ټولو مهمه امنیت و چې په وینا یې اوس ټینګ شوی او له همدې امله نړیوال اوس غواړي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

د بانکونو له تړل کېدو سره په هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو، ګازو، ډېزلو او پټرلو بیې هم لوړې شوې دي، چې خلک یې له طالب چارواکو په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه