رحیم ګردیزي شرکت په ګردېز کې د «A4» کاغذ فابریکه فعاله کړه

اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې د هیواد په کچه د «A4» کاغذ د تولید فابریکې په کار پیل وکړ. د رحیم ګردیزي شرکت له خوا همدا جوړه شوې فابریکه د ورځې څه باندې ۸۰۰۰ بستې کاغذ تولیدوي.

د دې فابریکې مسوولین وايي، دا جوړه شوې فابریکه د پکتیا سربېره د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم استازولۍ فعاله کړي، چې د هغوی په مټ به خپل تولیدات بازار ته وړاندې کوي.

په دې اړه د رحیم ګردیزي ګروپ غړي محبوب ګردیزي اطلاعات روز ته وویل: «مونږ د جلغوزویو د پروسس له فابریکې وروسته په پکتیا کې د هیواد په کچه د A4 کاغذ د تولید فابریکه هم فعاله کړه، چې مونږ په کال کې ۲،۹۷۱،۰۰۰ بستې تولیدو او هره بسته کې په ډېر ښه کیفیت ۵۰۰ ورقې کاغذ موجود وي، چې دلته ۱۰۰ نفرو ته په مستقیم او به ۱۰۰۰ ډېرو نورو ته  په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.»

محبوب ګردیزی زیاتوي، چې دوی هڅه کوي، خپل تولیدات له هیواده بهر ګاونډیو هیوادونو ته هم ولېږودي.

نوموړي په دې اړه وویل: «مونږ اوس مهال په ټولو ولایتونو کې نماینده ګي لرو او د هغوی په مټ خپل تولیدات خرڅلاو ته وړاندې کوو، نو هدف مو دا دی، چې د افغانستان ترڅنګ همدا تولیدات پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته هم صادر کړو.»

د کاغذ په جوړه شوې فابریکه کې په کار بوخت کارمندان له خپل کار خوښ دي او وايي، د څو پیسو ترڅنګ خپلو هیوادوالو ته وطني تولیدات وړاندې کوي.

له دې ډلې یې محمد رفیق اطلاعات روز ته وویل، چې ده او نورو ملګرو یې له دې وړاندې مصروفیت نه درلود، چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ و.

هغه وايي: «مونږ دلته د ورځې خپل کار کوو، په دې کې زمونږ دوه ګټې دي، لومړی دا چې له همدې طریقه مونږ یو څه پیسې پیدا کوو او بل مهمه یې دا ده، چې د هیواد لپاره په یو مثبت کار او خدمت باندې بوخت یو.»

په همد حال کې بیا د پکتیا اوسېدونکي په دې ولایت کې د کاغذ او جلغوزیو د پروسس فابریکې فعالېدل د خلکو لپاره ګټور ګام بولي، واحد ګل وايي، که نور پانګوال هم دلته پانګونه وکړي، نو ګڼو بې روزګاره ځوانانو ته په پکې د کار زمینه برابره شي.

ښاغلي واحد ګل وویل: «مونږ د رحیم ګردیزي له شرکت مشرتابه ډېر خوښ یو، ځکه دوی دلته په پکتیا کې زیاته پانګونه کړې ده، په زیاتو پیسو یې لومړی د جلغوزویو فابریکه فعاله کړه او وروسته یې بیا دا دی، د هیواد په کچه د کاغذ فابریکه جوړه کړه، نو زمونږ هیله دا ده، چې نور ملي سوداګر هم دلته پانګونه وکړي، تر څو د پکتیا اقتصاد لوړ او ځوانانو ته په کې د کار زمینه برابره شي.»

په همدې حال کې د پکتیا اوسېدونکي د کاغذ فابریکه د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي او وايي، که نور پانګوال

د کاغذ په همدې فابریکه ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې د مسوولینو په خبره اوس مهال په کې شاوخوا ۱۰۰ کسان په کار بوخت دي، مسوولین یې وايي، د فعالیت له پراخېدو وروسته به د کارمندانو شمېر څو برابره زیات کړي، رحیم ګردیزي شرکت له دې وړاندې د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د اسیا په کچه د جلغوزیو د پروسس فابریکه فعاله کړې چې هلته هم ګڼ ځوانان په کې په کار بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه