پنجشېر کې سختې جګړې؛ دیني عالمان: د پنجشېر موضوع د خبرو له لارې حل کړئ

اطلاعات روز: پلازمېنه کابل کې یو شمېر دیني عالمانو یوې غونډه کې له طالبانو او په پنجشېر کې د «طالبانو ضد مقاومت جبهې» له قوماندان احمد مسعود وغوښتل چې جګړه ودروي او د خبرو له لارې یو حل ته ورسېږي.

دغه غونډه چې نن (یکشنبه، ۱۴ د وږي) ترسره شوه، په کې یو دیني عالم عبدالقادر قانت وویل چې د پنجشېر ولایت موضوع د جنګ له لارې نه شي حلېدی.

ښاغلي قانت د طالبانو پر رهبرۍ او پنجشېر کې د مقاومت جبهې پر قوماندان احمد مسعود غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او موضوع د خبرو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پنجشېر کې د طالبانو او د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په قوماندې سختې جګړې شوي او لا هم دغه جګړه روانه ده.

تازه د مقاومت دې جبهې یو ویاند فهیم دشتي ادعا کړې چې د دې ولایت پریان ولسوالۍ یې د طالبانو له شتونه پاکه کړې ده. هغه پر خپل ټوېټر لیکلي چې لږ تر لږه زر تنه طالبان چې د دې ولسوالۍ پر لاره ګیر پاتې ول، ټول یې د تېښتې او شا تګ پر مهال د ځایي خلکو په مرسته او د مقاومتي وسله‌والو په مټ وژلي، تسلیم شوي او یا هم دوی نیولي دي.

ښاغلي دشتي دغه راز ادعا کړې چې نیول شوي ډېری یې بهرني او په هغو کې بیا ډېر یې پاکستاني دي.

خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي. د طالبانو د ویاند او اطلاعات او کلتور وزیر ذبیح‌الله مجاهد سکرتر بلال کریمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی د پنجشېر د مرکز بازارک او رخه ولسوالۍ پرته نورې ټولې سیمې په خپلې ولکه کې راوستي دي.

ښاغلي کريمي وویل چې په دې ولایت کې د دوی جګړه او چاڼیز عملیات جریان لري.

دیني عالم عبدالقادر قانت دغه‌راز په خپلې وینا کې له طالبانو وغوښتل چې د خلکو درد ته دې ورسېږي او خپل حکومت دې ژر اعلان کړي. ښاغلي قانت وویل، طالبان دې خپل حکومت چې په وینا یې اسلامي ټولشموله او له هر ډول تعصبه پاک وي، اعلان کړي. هغه وویل چې خلک اوسمهال سخت کړاو کې دي او  باید طالبان یې درد ته ورسېږي.

د طالبانو مرستیال او قطر کې د دې ډلې سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر بیا ویلي چې د یو ټولشموله حکومت په جوړېدو کار روان دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه