اطلاعات روز: کابل کې د ایمرجنسي روغتون یو ډاکتر له اطلاعات روز ورځپاني سره یوه مرکه کې وايي چې د تیري شپي په هوایی ډزو کې درې مړي او ۱۲ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي دي.
په ورته مهال د ننګرهار د سیمهییز روغتون ویاند ګل زاده سنګر نن (شنبه، ۱۳ د وږي) د اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل چې د تیري شپي په هوایي ډزو کې ۱۴ کسان ټپیان شوي او د درملني لپاره دې روغتون ته وروړل شوي دي.
تیره شپه (جمعه، ۱۲ د وږي) طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې په هوایي ډزو لاس پوري کړ. په لومړي کې د طالبانو ویاند د اطلاعاتو روز ورځپاڼي ته وویل چې دې ډلې د پنجشیر ولایت نیولی او په همدې خوشحالۍ کې یې په هوايي ډزو لاس پورې کړی.کاب
د پنجشېر مقاومت جبهي د دې ولایت سقوط رد کړی.
په ورته مهال خبر خپور شو چې د طالبانو مشر ملا هیبتالله او مرستیال یې ملا عبدالغني برادر کابل ته راغلي دي. دا راپور د طالبانو له خوا په رسمي ډول تایید نه شو.
د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزیر ذبیحالله مجاهد یو پیغام کې د دې ډلې له غړیو غوښتي چې له هوایي ډزو ډډه وکړي. مجاهد دغهراز وویل چې وسله او مرمۍ له بیتالماله دي او هېڅوک یې د ضایعکېدو حق نه لري.
