اطلاعات روز: د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر ته نږدې سرچینې وایي، طالبانو د ښاغلي عمر پر کور عملیات کړي، نوموړی او د کورنۍ ۱۲ غړي یې له ځان سره وړي دي.
اجمل عمر ته نږدې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۱۳ د وږي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، تیره ورځ ناوخته د طالبانو د ملي امنيت قطعې د اجمل عمر پر کور عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې نوموړی د دوو زامنو په ګډون یې د ده د کورنۍ دولس تنه غړي له ځانه سره بیولي او تراوسه طالبانو سره بندیان دي.
سرچینې زیاته کړې، دوه ورځې وړاندې د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر د دولت له لورې ورکړې وسله هم طالبانو ته سپارلې وه.
د سرچینې د مالوماتو له مخې تر پېښې وروسته نوموړي دا مسله د بېلابېلو ادرسونو او مشرانو له لارې د طالبانو له ځايي او مرکزي مسوولينو سره شريکه کړې، خو په وینا یې کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
