له یوې خوا بې‌کاري له بلې خوا د توکو بیو لوړوالی؛ خلک له طالبانو د نرخونو کنټرول غواړي

خبریال: جان‌اغا صالح

د ننګرهار جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو په بیو کې له تیرو څو اوونیو راهیسې څو چنده لوړوالی راغلی دی.

جلال اباد ښاریان شکایت کوي، چې له تیرو څو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوي، چې له امله یې عام خلک نهشي کولای د اړتیا وړ توکي وپیري.

ولسي خلک وایي، د طالبانو د نظام په راتګ سره ځان له امنیتي اړخه خوندي احساسوي، خو له اقتصادي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

حضرت نبي د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، له یوې خوا بې روزګاري او له بلې پلوه د خوراکي توکو بیو لوړیدو ولسي خلک اندیښمن کړي او وایي، که د ښاروالۍ مسوولین نرخونه کنټرول نه کړي، خلک به له اقتصادي پلوه سخت وځپل شي.

حضرت نبي زیاته کړه: «د خوراکي توکو بیې په دې څو دوه درې اوونیو کې دومره لوړې شوي، چې عام خلک یې د اخیستلو توان نه لري. د هر څه په بیه کې څو چنده زیاتوالی راغلی او غریب خلک یې د اخیستلو وس نه لري. زمونږ غوښتنه له مسولینو دا ده چې باید نرخونه کنترول کړي ترڅو خلک عادي ژوند وکړي، که نرخونه کنترول نشي نو تر ډیره ویره دا ده چې خلک به له اقتصادي اړخه زیان وګوري.»

ولسي خلک وایي، د طالبانو د نظام په راتګ سره ځان له امنیتي اړخه خوندي احساسوي، خو له اقتصادي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

خانزاده افغان په جلال اباد ښار د خوراکي توکو پلورونکی دی، نوموړي اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې د توکو د بیو د لوړیدو لامل د سوداګرو له لوري د توکو احتکار او د ښاروالۍ له لوري پر هټیوالو نه څارنه یادوي.

خانزاده افغان زیاته کړه: «د نوي نظام په راتګ سره چې پر سوداګرو د ګمرک محصول هم کم شوی خو بیا هم د خوراکي توکو بیې ورځ تربلې لوړیږي مثال څو اوونۍ وړاندې شل لیتره غوړي په یوویشت سوه افغانۍ وو خو اوس په شپږ ویشت سوه افغانۍ دي، یعنې همداسې د هر څه په بیو کې څو چنده لوړوالی راغلی مونږ تمه لرو چې دغه توکي کنترول شی او دې برخه کې کار وشی.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د نرخونو د کنترول لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې په نیږدې راتلوونکې کې به د توکو بیې کنترول شي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال یحیی غفورزي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، د نرخونو د کنترول په موخه له سوداګرو، اصنافو او نورو اړونده ادارو له مسوولینو سره یې خبرې کړي دي.

ښاغلي غفورزي زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ د نرخونو د کنترول په برخه کې په څو ځلي د اصنافو، سوداګرو او نورو اړونده ادارو سره ناستې شوي او ډاډه یو چې د توکو بیې به کنترول شي او ځانګړې نرخنامې پر هټیوالو وویشل شي، چې بیره به د همدې نرخنامو څارنه هم کوو او هغه څوک چې له ټاکلې نرخنامې سرغړونه کوي هغوی ته جریمه ورکول کیږي.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د نرخونو د کنترول لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې په نیږدې راتلوونکې کې به د توکو بیې کنترول شي.

بل لور د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمي عظیمي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې  د خوراکي او نورو اړینو توکو د بیو د لوړیدو لامل د بانکونو تړل کیدل او د افغانستان په بندرونو کې د سوداګرو پر وړاندې ځینې ستونزې یادوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمي عظیمي زیاته کړه: «زمونږ د زیاتره سوداګرو توکي اوسمهال په بندرونو کې د ځینو ستونزو له امله بند پاتې دي او همدا شان د سوداګرو پېسې په بانکونو کې دي، چې تراوسه یې نه دي ترلاسه کړي چې په بهرنیو هیوادونو کې پرې توکي واخلي، که چیرې دا ستونزې حل شي او سوداګرو ته په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې شي تمه ده چې توکو بیې به هم کمې شي.»

د طالبانو له راتګ شاوخوا درې اوونۍ تیریږي، ولسي خلک خوښ دي چې امن دی خو ټینګار کوي چې طالبان دې عامو ولسونو ته کاري زمینې برابرې کړي او د دوی ستونزو ته دې پر وخت رسیدنه وکړي.

له بله خوا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پرون (چهارشنبه، ۱۰ د وږي) رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د دوی حکومت به دوو ورځو کې اعلان شي. خلک هم د نوي حکومت رامنځته کېدو ته په دې پار خوښ دي چې ورسره نرخونه کنټرول او د خلکو کاروبار به ښه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه