اطلاعات روز: د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا د افغانستان په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې د امریکا لپاره غوره پرېکړه له افغانستانه وتل ول. ښاغلي بایډن له افغانستانه له ۱۲۰ زرو زیاتو کسانو د تخلیې هوایي عملیاتو ستاینه وکړه.
د بي بي سي فارسي راپور پر بنسټ بایډن له افغانستانه د وتلو لړۍ بشپړېدو وروسته خپلې لومړۍ وینا کې (سهشنبه، ۹ د وږي) د امریکا خلکو ته په خطاب کې ویلي چې پر امریکا د برید مورچې په توګه له افغانستانه نه ګټنه د امریکا یواځینۍ ملي ګټه ده.
بایډن هغو نیوکو ته چې د نوموړي کړنو پر وړاندې مطرح کېږي، په ځواب کې ویلي، دا هوډ یې نه لاره چې له ۲۰ کاله جګړې وروسته، د امریکایانو یو بل نسل افغانستان ته ولېږي.
په دې سره هغه زیاته کړې چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو سره معامله کړې وه او هغه سپینې ماڼۍ ته له دننه کېدو وروسته، د دوو ټاکنو ترمنځ «طالبانو سره د ټرمپ هوکړې ته ژمن پاتېدل» او «د جګړې چټکېدل او افغانستان ته د زرګونه سرتېرو لېږل»، یوه غوره کړه.
هغه دغه راز ویلي، تمه لري چې د افغانستان دولت د امریکایي ځواکونو وتلو وروسته دوام پیدا کړي، خو دا فرضیه ناسمه ثابته شوه.
