تړلي بانکونه او د ولس کړاوونه؛ د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ روانې دي

خبریال: جان‌اغا صالح

پر افغانستان د طالبانو ولکې ټینګېدو په ۹مه ورځ هم بانکونه تړلي پاتي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نورو ولایتونو په څېر جلال اباد ښار کې هم د بانکونو تړل کیدو د ولسي خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي.

ولسي خلک وایي، له شاوخوا یو اوونۍ راهیسې د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په جلال اباد ښار کې هم ټول دولتي او خصوصي بانکونه تړل شوي دي، چې له امله یې نه یوازې د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ شوي، بلکې د خوراکي او نورو د اړتیا وړ توکو بیې هم ورسره څو چنده لوړې شوي دي.

ډیره اندیښنه د هغه کسانو ده چې په پخواني حکومت کې یې دنده ترسره کړې او تراوسه یي معاشونه ترلاسه کړي نه دي.

نجیب الله د ملي اردو یو افسر دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د څو میاشتو معاش یې په بانک کې پاتې دی، خو له څو ورځو راهیسې یې په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی. نوموړی له طالب چارواکو د بانکونو د ژر پرانیستل کیدو غوښتنه کوي.

نجیب‌الله زیاته کړه: «دا دویمه اوونۍ ده چې ټول ننګرهار کې بانکونه تړل شوي او ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، د بانکونو تړل کیدو خلک له لوی کړاو سره مخ کړي، زما په خپله هم د څو میاشتو تنخوا په بانک ده او نه یم بریالی شوی چې ترلاسه یې کړم، هیله ده چې بانکونه ژر بیرته خلاص شي، د زیاتره خلکو معاشونه په بانکونو کې بند پاتې دي او خلک له یو لوی اقتصادي بهران سره مخ دي، که چیرې بیرته بانکونه خلاص نشي نو خلک به له ډیرو سختو ستونزو سره مخ شي.»

ډیره اندیښنه د هغه کسانو ده چې په پخواني حکومت کې یې دنده ترسره کړې او تراوسه یي معاشونه ترلاسه کړي نه دي.

د بانکونو تړل کیدو ننګرهار کې پر سوداګرۍ هم منفي اغیز کړی. د جلال اباد ښار د کسبګرو او اصنافو اتحادې مشر عزیز الرحمن عرب اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د بانکونو بندښت یې سوداګري زیانمنه کړې او هم اندیښنه لري که بانکونه په نیږدې راتلوونکې کې خلاص نه شي د خوراکي توکو بیې به نورې هم لوړې شي.

عزیز الرحمن عرب زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې د بانکونو تړل کیدو سوداګرۍ هم زیانمنه کړې او سوداګرو ته یې لوی زیان اړولی دی او مونږ تمه لرو چې ژر به بانکونه پرانیستل شي او که چیرې ژر دې برخې ته کار ونه شي نو بیا به د توکو بیې هم لوړې شي او په خصوصي بانکونو نورو دولتي بانکونو به د خلکو باور هم راکم شي له شته حکومت غوښتنه کوو چې بانکونه ژر پرانیزي.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښار د صرافانو ټولنه وايي، په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول را ټیټ شوی دی.

د یادې ټولنې مرستیال حاجي غلجي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د بانکونو پر بیرته پرانیستل کیدو ټینګار وکړ او ویې ویل، د بانکونو تړل کیدو پر کاروبار منفي اغیز کړی.

د بانکونو تړل کیدو ننګرهار کې پر سوداګرۍ هم منفي اغیز کړی.

د جلال اباد ښار د صرافانو د اتحادې مشر حاجي غلجي زیاته کړه: «جلال اباد کې د بانکونو تړل کیدو صرافان هم اندیښمن کړي او کاروبار یې بیخي ټکنی کړی دی، ځکه د صرافۍ او بانکونو اړیکه سره نیږدې ده که چیرې بانکونه خلاص نشي نو زیاتره صرافان به مالي زیان وګوري، که څه هم اوس ورته په ورځنۍ ډول هر صراف ته زر ګونه افغانۍ زیان اوړي نو تمه ده چې دا ستونزه ژر حل شي.»

بل لور ته د افغانستان مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو او دولتي او خصوصي بانکونو فعالیتونو د بیرته پیلولو په اړه هڅې روانې دي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایې، چې ټاکل شوې په نیږدې ورځو کې په ټول هیواد کې د ګمرکونو فعالیتونه پيل او همدارنګه په دغه موده کې به د بانکونو دروازې هم د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.

 نوموړی وایي، چې د «نوي حکومت» په رامنځته کې سره مالي او اقتصادي چارو ته د رسېدو په هدف د مالیې وزارت د رهبرۍ په کچه یو کمېسیون رامنځته شوی او په دې اړه یې خپل کار پيل کړی دی.

رفیع تابع زیاته کړه: «یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی او د دغه کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې ټول ملکي مامورین چې د نوي حکومت له پيل سره خپلو دندو ته راځي، ټول معاشونه او امتیازات یې د تیر پلان مطابق بیرته هغوی ته ورکول کیږي او هم به په نیږدې وخت کې ټول بانکونه پرانیستل شي.»

د بانکونو له تړل کېدو سره په هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو، ګازو، ډېزلو او پټرلو بیې هم لوړې شوې دي، چې خلک یې له طالب چارواکو په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه