اطلاعات روز: د ټولنيزو شبکو کارنو د لوګر ولایت مخکینی والي عبدالقیوم رحیمي مړ ښودلی خو په خپله وایي چې ژوندی دی او خپلې کورنۍ سره اوسي.
له نن (پنجشنبه، ۲۸ د زمري) سهار راهيسې پر ټولنيزو شبکو کې ځینې خلک يو انځور ښکته او پورته کوي او ادعا کوي، چې طالبانو له عمومي عفوې سربېره د لوګر پخوانی والي عبدالقيوم رحيمي وژلی دی.
خو د لوګر مخکینی والي عبدالقیوم رحیمي بيا رسنيو ته په لېږل شوي غږيز کليپ کې د نوموړي مړينه په کلکه رد کړې او ويلي دي چې «زه جوړ يم، په هيواد کې دننه يم او له خپلې کورنۍ سره مې عادي ژوند پيل کړی دی، زما د مړينې ادعا تش تبليغات دي.»
په همدې حال کې طالبانو هم د خلکو ياده ادعا رد کړې او ويلي دي، چې دوی له عمومي عفوې اعلان وروسته هيڅوک هم نه دي وژلي.
