د پکتیا والي: طالبانو د ګردېز ښار نیولو لپاره اشر جوړ کړی و، خو بریالي نه شول

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته، چې ګردېز ښاریان یې په اړه اندېښمن دي، د پکتیا والي والي په ګډون د تندر قول اردو، امنیه قومندانۍ او ملي امنیت ریاست مسوولینو د خبري ناستې پرمهال د پکتیا اوسېدونکو ته د روان امنیتي وضعیت د بیرته سمون ډاډ ورکړ.

د نن (چهارشنبه، ۲۰ د زمري) خبري ناسته کې د پکتیا والي ډګر جنرال ګل نبي احمدزي وویل، چې وسله والو طالبانو له نورو ولایتونو د اشر په ډول پلان درلود، چې ګردېز ښار ته سقوط ورکړي، خو بریالي نه شول او په وینا یې، چې یادې ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پکتیا رهبري او امنیتي ادارې په ګډه کار کوي، تر څو د روان وضعیت د لاښه والي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وویل: «دښمن د ګردېز نیولو لپاره لوی پلان درلود، غوښتل یې چې په خپل وحشیانه بریدونو سره د ولسي خلکو شتمنۍ له خاورو سره خاورې کړي، دوی زمونږ د زړورو امنیتي سرتېرو له خوا له سختې ماتې سره مخ شول، زه د پکتیا ولس ته دا ډاډ ورکوم، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټوله مانا ستاسو له ناموس او شتمنیو ساتنه کوي.»

نوموړي په دې برخه کې په خلکو هم د همکارۍ غږ وکړ او وویل، که ولس له امنیتي ځواکونو سره همکاري لازیاته کړي، په دې ولایت کې به د هر ډول امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: «په اوس وخت کې باید د پیسو ډېر شوق ونه شي، په سوداګرو، دوکاندارانو او نورو خلکو دا غږ کوم، چې اوس داسې وخت راغلی، چې د پیسو پر ځای باید امنیت ته لومړیتوب ورکړو، له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړو، که جګړه زیاتیږي، په دې کې د هیچا خیر نشته.»

د پکتیا والي په دې برخه کې په خلکو هم د همکارۍ غږ وکړ او وویل، که ولس له امنیتي ځواکونو سره همکاري لازیاته کړي، په دې ولایت کې به د هر ډول امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

په جوړ شوي خبري کنفرانس کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورن جنرال دادان لونګ وویل، د وسله والو طالبانو پلانونه یې د ډلګي مشرانو او نظامي ولسوالانو په وژل کېدو سره ناکام شوي او د  لویو بریدونو مخه نیول شوې ده، د لونګ په وینا د روانې جګړې رهبري پاکستاني کسان کوي او د جګړو لیکو ته یې افغان طالبان ورکړي دي.

نوموړي په دې اړه وویل: «مونږ په تېرو څو ورځو کې مخالفینو ته درنې زربې ورکړې، هم مو د ځمکې له لارې وځپل او هم مو ورباندې هوايي بریدونه وکړل، چې په لسګونه جنګیالي مو ور و وژل، په وژل شویو کې د ډلګیو مشران او نظامي ولسوالان هم شامل دي، وسله والو طالبانو چې کوم لوی پلانونه درلودل، هغه مو ورشنډ کړي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا اوسېدونکي د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي، د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی او ورځ تر بلې د ښار خوا ته رامخکې کیږي، د دوی په وینا د جګړو له امله په مرکز کې د زیاتره سیمو اوسېدونکي کډه کولو ته اړ شوي دي، دوی له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې د نښتو بر مهال باید د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وشي.

د دې ولایت قومي مشر حاجي نور زاده اطلاعات روز ته وویل، چې وسله والو طالبانو د مرکز اړوند په ځینو سیمو کې خلکو ته ویلي، چې کورونه پرېږدي او بل ځای ته پناه یوسي.

هغه وویل: «روان حالت نه یوازې دا چې د خلکو په کاروبار یې منفي اغېز کړی دی، بلکې د مرکز ګردېز اړوند، په ابراهیم خېلو، شیخانو، رباط او ځینو نورو سیمو کې طالبانو خلکو ته ویلي، چې خپل کورونه پرېږدي، اوس له هغو سیمو ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي، مونږ دا غوښتنه کوو، چې د جګړې پرمهال باید د ملکي خلکو ژوند ته جدي پام وشي.»

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پکتیا ولایت د مرکز اړوند زیاتره سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي، خو دا ادعا امنیتي مسوولین ردوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه