اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته په خپل سفر کې له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره لیدلي او د ولسي پاڅونوالو د همغږۍ، تجهیز او انسجام په اړه یې ورسره بحثونه کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار (چهارشنبه، ۲۰ د زمري) د شمال زون د عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته تللی دی.
د ارګ خبرپاڼه کې راغلي: «جمهوررئیس محمد اشرف غني له سیاسي او جهادي شخصیتونو، د جمهوري رئیس مخکېني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د بلخ مخکېني والي استاد عطامحمد نور، په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار استاد محمد محقق او د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد رئیس جمعه خان همدرد سره نن سهار د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې وکتل.»
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دې کتنه کې د شمال زون د عمومي وضعیت د ارزونې ترڅنګ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر چتر لاندې د ولسي پاڅونونو د همغږۍ، تجهیز او انسجام په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
د ولسمشر دا سفر په داسې حال کې دی چې د هېواد شمال او شمال ختیځ کې څو ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
