اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۲۰ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، امنیتي ځواکونو تیره ورځ ناوخته د پچيراګام ولسوالۍ اوسيدونکی خالد، چې د وسله والو طالبانو قوماندان زرقاوي له لوري پر افغان امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و، موخې ته له رسيدو وړاندې ونیول شو.
خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې ونیوو، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې تر نورو څېړنو لاندې دی.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
