اطلاعات روز: د خوست امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په ملکي روغتون کې چاودنه شوې، چې يو سرتېری او څلور ملکيان په کې ټپيان شوي دي.
د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نجيب احمد نجيب اطلاعات روز ته وويل، نن (سهشنبه، ۱۹ د زمري) سهار شاواخوا لس بجې د خوست په ملکي روغتون کې ځای په ځای شوي ماين چاودنه کړې، چې د هغه په خبره په دې پېښه کې د يو سرتيري په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره پاتې څلور ټپيان ملکيان دي، چې اوس مهال بيرته په همدې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
