د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۸۹۲ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۴۰ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، پروان، بدخشان، لوګر، لغمان او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۵۰۳ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۵۲ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۴۲۲ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۲ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۶۷۵ تنو ته ورسېد.
