طالبانو د دفاع د چارسمبالي وزیر پر کور د بېګاني برید مسوولیت ومانه

اطلاعات روز: طالبانو ډلې ویلي، چې کابل کې یې د افغانستان د دفاع د چارسمبالي وزیر بسم‌الله محمدي پر کور د بېګانۍ شپې د برید مسوولیت منلی او د «درنې» مرګ-ژوبلې اړولو ادعا یې کړې ده.

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) پر خپل ټوېټر خپره کړې خبرپاڼه کې، د دې برید مسوولیت په منلو سره ویلي، چې دغه برید له موټربمه په ګټنې او په سپکو او درنو وسلو سمبال د دې ډلې د څو جنګیالیو له خوا شوی دی.

ښاغلي مجاهد ادعا کړې چې په دې برید کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. دوی زیاته کړې چې دا برید د حکومت پر مهمو هستو او مشرانو د هغو عملیاتو «انتقامي» پیل دی چې په وینا یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ملکي وګړو د بریدونو امر ورکوي، عامه تاسیسات بمباروي او خلک د کورونو پرېښودو ته اړ کوي.

که څه هم افغان حکومت د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې تل دغه ډله د ملکیانو پر وژنې، عامه تاسیساتو ورانونې او نورو جنایتونو تورنه کړې ده.

طالبانو په دې اعلامیه کې حکومت ته ګواښ کړی چې په خپل «ټول ځواک» به یې پر وړاندې درېږي.

د کابل ښار په زړه کې د بېګا شپې برید چې شاوخوا پنځه ګړۍ وروسته د ټولو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده، اته تنه په کې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند میرویس ستانکزي په وینا، ډېری مرګ-ژوبله ملکیانو ته اووښتې ده.

دغه برید د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند شیرپور سیمه کې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي بسم‌الله محمدي پر کور وشو.  ښاغلي ستانکزي وویل، چې دغه برید د پنځو تنو له خوا وشو چې دوه یې د موټر بم په الوزولو کې ووژل شول او درې نور چې کورونو کې ځای پر ځای شوي ول، د پولیسو ځانګړو ځواکونو سره نښته کې ووژل شول.

د ښاغلي ستانکزي په وینا چې دغه عملیات په خپله د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال رهبري کول.

کابل ښار وروستیو میاشتو کې د داسې بریدونو شاهد نه و. د تېرې مې میاشتې په لومړۍ کله چې بهرنیانو خپل وتل پیل کړل، دا لومړی ځل دی چې د کابل ښار کې موټر بم چاودنه کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه