فساد سره د مبارزې ستاینه او سپارښتنه؛ کرونا، د سولې خبرو او تاوتریخوالي دغه مبارزه پڅه کړې

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر (یوناما) په دې هېواد کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه ستایلې، خو سپارښتنه یې کړې چې د روانو هڅو ډېرول اړین دي.

یوناما د فساد پرضد خپل پنځم کلنی راپور چې عنوان یې «د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه، روڼتیا، امانتداري او حساب ورکولو ته وده ورکوي» دی، نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) خپور کړ.

دغه راپور موندلې چې افغانستان د فساد پر ضد د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو د رامنځته کولو په برخه کې «مثبت» ګامونه پورته کړي، خو په وینا یې چې لا هم ګڼې نیمګړتیاوې لکه د روڼتیا او حساب ورکولو د لا ډیرولو اړتیا پرځای پاته ده .

دې راپور تر پوښښ لاندې دورې په جریان کې، د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې، حکومت د فساد ضد سمونونو ملاتړ ته دوام ورکړی.

راپور کې راغلي چې د کویډ۱۹ وبا ناوړه اغیزو، د سولې روانو خبرو اترو او د نړیوالو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د تاوتریخوالي زیاتیدو، د اصلاحاتو سرعت ورو کړی دی .

د یوناما دغه راپور فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو له کنوانسیون سره سم د ۲۰۲۰ کال په نوامبر میاشت کې د فساد ضد کمیسیون د جوړیدو په ګډون مثبتې پرمختیاوې تاییدوي.

د دې راپور په اړه د یوناما خپره کړې اعلامیه وایي: «دغه ډول اداره د فساد پروړاندې اصلاحاتو ته د ودې ورکولو وړتیا لري، په دې شرط چې خپلواکي یې ډاډمنه او د دې وړتیا ولري چې خپلې دندې په بشپړ ډول ترسره کړي.»

دغه راپور همدارنګه تر پوښښ لاندې موده کې د افشاکوونکو د خوندیتوب لپاره د نویو قوانینو تصویب ته اشاره کړې چې په اغیزمن ډول عملي کیدل به یې له فساد سره مبارز پیاوړ ې کړي. دغه راپور همدارنګه د دوسیو د شمیر زیاتوالی تاییدوي چې له فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې (له اداري فساد سره د مبارزي عدلي او قضایي مرکز) له خوا ورته رسیدنه شوې او همدا ډول د ځواب ورکونې په برخه کې د سترې محکمې مهم رول تاییدوي چې د فساد اړوند جرمونه یې کم کړي دي.

دغه راپور د قانون د عملي کولو د ظرفیتونو د زیاتولو وړاندیز کوي چې د فساد په برخه کې جرمونه کشف او تورن ترسره کوونکي یې د هغوی موقف ته له کتو پرته ونیسي.

د یوناما اعلامیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز له قوله کاږي: «له فساد سره اغیزمنه مبارزه د دولت د مشروعیت له زیاتیدو، سوکالۍ او ټیکاو سره مله ده.»

اعلامیه دغه راز وایي: «کله چې په حقوقي او بنسټیز چوکاټ کې پرمختګ رامنځ ته کیږي، په مشخص ډول د څارنې او ارزونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا، د عامه بودیجې د تنظیم، د عوایدو د مدیریت، د روڼتیا د زیاتوالي، ریښتینولی او له مجازاتو د نه خوندیتوب په برخه کې باید دوامداره هڅې زیاتې شي.»

یوناما په دې اعلامیه کې ویلي، دوی تیار دي چې له فساد سره په مبارزه کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي چې پاتې ننګونو ته هم رسیدنه وشي.

دغه راپور همداراز وایي، د دې وخت را رسیدلی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اصلاحاتو د اغیزو ارزونه وشي او د څارنې او ارزونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا په مټ په اغیزمن ډول د پاتې تشو د ډکولو ګټورې او ریښتینې هڅې زیاتې شي.

فساد سره مبارزه کې د رسنیو او مدني ټولنو رول

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر یا یوناما په خپل دې راپور کې فساد سره د مبارزې برخه کې د رسنیو او مدني ټولنې رول مهم یاد کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر یا یوناما په خپل دې راپور کې فساد سره د مبارزې برخه کې د رسنیو او مدني ټولنې رول مهم یاد کړی دی.

د یوناما اعلامیه وایي، د فساد په افشا کولو او د روڼتیا په لوړولو کې د رسنیو او مدني ټولنو مهم رول ته په پام سره، دغه رپوټ سپارښتنه کوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې دې دخیل بنسټونه د رسنیو او مدني ټولنو ښکیلتیا او ملاتړ ته دوام ورکړي. دغه راپور همدارنګه دولت هڅوي چې پرخبریالانو د بریدونو زیاتیدو ته په پام سره دې له رسنیو ساتنه وکړي.

دغه راپور په پای کې ټول افغانان هڅوي، چې په اغیزمن ډول پر فساد د لاس‌بري کیدو لپاره دې د زړه له تله پراخو هڅو ته ژمن او د فساد اصلي جرړې دې وباسي.

د یونا اعلامیه لیکي: «یوناما تیاره ده چې په دغه برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. ملګري ملتونه ژمن دي چې د اداري فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د مکلفیتونو د لا ښه عملي کیدو په برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. افغانستان دغه کنوانسیون په ۲۰۰۸ کال کې تصویب کړ. د اداري فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون په نړۍ کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې یوازینۍ الزامي قانوني وسیله ده.»

یاده اعلامیه وایي، د دغه کنوانسیون هراړخیز چلند او د هغه د ډیرو احکامو الزامي بڼې، یوې نړیوالې ستونزې ته د جامع ځواب موندلو لپاره د یوازینۍ وسیلې په توګه مطرح کړی. د ملګرو ملتونو ډیری غړي هیوادونه د دغه کنوانسیون غړیتوب لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه