اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت جلالاباد ښاروالۍ کې د فساد ادعاوو وروسته، د دې ښاروالۍ ښاروال اباسین بهیر دغه تورونه په کلکه رد او زیاتوي چې تېرو میاشتو کې عواید پام وړ زیات شوي دي.
د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر وایي، چې د روان کال د اوو میاشتو عواید یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۹ میلونه افغانۍ لوړ شوي دي.
ښاغلي بهیر چې نن (یکشنبه، ۱۰ د زمري) یې د یو خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته مالومات ورکول، وویل چې له دې عوایدو ۳.۹ میلونه افغانۍ په عایداتي قراردادونو، ۱۲.۹ مېلیونه یې د مصرفي قراردادونو او په همدې موده کې زرګونه لیتره تېلو مصارف هم سپما کړي دي.
ښاروال اباسین بهیر زیاته کړه: «له تیرو اوو میاشتو راهیسې چې زه د جلال اباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه ټاکل شوی یم، نو په دغه اوو میاشتو کې زمونږ عواید ۷۹ میلیونه افغانۍ زیات شوي او همدارنګه ۷۶۵۰۰ لیتره تېل هم سپما شوي دي، له دې وړاندې یو څه ستونزې وې، مونږ هڅه کې یو ټولو ته د حل لار پیدا کړو.»

نوموړی زیاتوي چې ښاروالۍ کې په تېرو پنځو کلونو کې د ترسره شوي فساد دوسیې تر څېړنو لاندې دي خو زياتوي د فساد هغه تورونه چې په دې وروستیو کې پر ښاروالۍ لګېدلي او په ټولنيزو رسنيو کې پرې ګرم بحث کېده د څېړنې لپاره يې له مرکز پلاوی راغلى و او څېړونو وښودله چې کره نه دي.
د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر زیاتوي: «کوم راپور چې په دې وروستیو کې د ځينو رسنیو له لارې خپور شوی دا هسې یوه ادعا وه او په همدې اړه یو پلاوی له کابل راغلی وو، چې له څیړنو وروسته ثابته شوه، چې هر څه خپاره شوي ادعاوې دي او هیڅ کوم سند یې ترلاسه نه کړ.»
د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر همداراز وایي، د سراج العمارت بڼ بیارغول، د باراني او سطحي اوبو ویستل، د ښار په یوه څلورلاري کې د ځمکي لاندې د سړکونو جوړول، عامه تشنابونه او نورې هغه پروژې دي چې دوه اونۍ وړاندې یې د تطبیق لپاره بودجه منظور شوې او لنډه موده کې به یې چاري پیل شي.
اباسین بهیر زیاتوي: «په منظور شوې بودجه چې اوس مونږ ته په واک کې راکړل شوې ده، په دې پروژه کې د سرکونو داغګیري، د ښاروالۍ لپاره د نوې ودانۍ جوړیدل، د سراج العمارت بڼ جوړیدل، د ښار په یو څلورلارې کې د ځمکې لاندې د سړک جوړول او نورې مهمې پروژې شاملې دي.»
د جلال اباد ښاریان د جلال اباد ښاروالۍ په چارواکو نیوکي کوي چې ګنې په ګمارنو، قراردادونو او د ښارګوټو د ویش په پروژه کې یې فساد کړی خو ښاروال دا نیوکي له یوې مخي رد کړې او د ښاروالۍ د خالي بستونو لپاره یې د کارکوونکو د ژر ګمارنې لپاره هم د ګوتو په شمار ورځو کې د ازموینو د ترسره کېدو ډاډ ورکه.
