غني: تر هغې چې د جګړې ډګر وضعیت بدل نه شي، طالبان سولې ته نه حاضرېږي

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني وایي تر هغې چې د جګړې په ډګر کې «نظامي وضعیت» بدلون و نه مومي، طالبانو ډله د «جدي» مذاکراتو ترسره کولو ته نه حاضرېږي.

ښاغلي غني چې نن (یکشنبه، ۱۰ د زمري) په الکټرونیکي بڼه د کابینې لومړنۍ ناسته کې خبرې کولې، وویل چې د حالاتو بدلون لپاره ښکاره برنامه لاس لاندې نیول شوې او د جګړې وضعیت به تر شپږو راتلونکو میاشتو پورې په بنسټیزه توګه بدلون وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا برنامه باید په لومړیتوب ورکولو سره عملي شي. د هېواد ولسمشر زیاته کړه چې دفاع وزارت مسوولیت لري، څو سټراټيژيک لومړیتوبونه وټاکي او پلي یې کړي.

هغه دغه راز وویل چې له لومړیتوب ورکولو پرته د دې طرحې تطبیق کې، «استقرار» ممکنه نه دی. ښاغلي غني زیاته کړه: «له لومړیتوب ورکولو پرته نه کېږي؛ په یو وخت کې هر چېرې اوسېدی نه شو. په لومړیتوب ورکولو د دې امکان برابرېږي چې استقرار رامنځته شي.»

هغه دغه راز وویل، د کورنیو چارو وزارت دنده هم دا ده چې باید د ښارونو او کلیدي ولسوالیو امنیت ټینګ کړي او پولیسو په دې برخه کې خپله دنده ښه ترسره کړې ده.

دغه راز اشرف غني وویل چې ملي امنیت هم د خلکو تیارولو کې مهمه دنده لري او باید د دفاعي او امنیتي ځواکونو له ملاتړه ملي تیاری ځواکمن شي.

 له بلې خوا ښاغلي غني خپلو خبرو کې وویل چې طالبانو ډلې تېرو ۲۴ کلونو پرتله کوم بدلون نه دی کړی، بلکې نور هم «بدتره»، «ظالمه» او «نامسلمانه» شوي دي. هغه وویل: «هو. (طالبان) بدل شوي، خو مثبت بدلون یې نه دی کړی. نه د سولې اراده لري او نه د ابادۍ اراده.»

ولسمشر ټینګار وکړ چې طالبانو نورې ترهګرې ډلې د افغانستان خاورې ته راوړلې او هغوی او «ملاتړو هېوادونو» سره یې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې درانه بریدونه پر لاره واچول. د هغه په وینا، د طالبانو او دې تروریستي شبکو اوسني عملیاتونه په ورځ کې د ۵۰ تر ۱۵۰ بریدونه، په تېرو ۳۰ کلونو کې بې‌مخینې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې طالبان تراوسه تسلیمي غواړي خو د افغانستان اسلامي جمهوریت بیا سوله غواړي.

هغه دغه راز وویل چې طالباني نظام «وچ» او «یخ وهلی» دی، خو جمهوریت تل د بشپړېدو حال کې دی. د اشرف غني په وینا، اوسمهال د افغانستان خلک هم د جمهوریت له نظامه ملاتړ کوي او «د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو شاوخوا کې د وضعیت مثبت بدلون» غواړي.

په دې سره هغه  د کابینې غړیو ته خطاب کې وویل چې راتلونکو شپږو میاشتو کې د جګړې وضعیت بدلون سره، باید د چوپړونو وړاندې کولو لپاره مشخصه برنامه په لاس ونیسي او فعالیتونه یې هم چټک کړي.

ښاغلي غني دغه راز وویل چې د رضایت خپلول مهم دي او باید حکومت مرکز او ولایتونو کې د خلکو رضایت خپلولو پسې ډېره هڅه وکړي. د هغه په وینا، له حکومته د خلکو نارضایۍ کچه ډېره شوې ده.

ښاغلي غني په داسې حال کې دا خبرې مطرح کوي چې وروستیو میاشتو کې طالب جنګیالیو هېواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دې ډلې په نږدې دریو میاشتو کې، له  ۱۰۰ ډېرې ولسوالۍ سقوط کړي دي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرې هم سستې مخ ته روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه