اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې له پکتیا وروسته وسله والو طالبانو د پکتیکا ولایت په ځینو ولسوالیو سختې جګړې وکړې، چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترڅنګ په یادو نښتو کې ملکي وګړو ته هم ګڼ مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
د پکتیکا ولایت والي تورن جنرال محمد یاسین خان نن سهار (شنبه، ۹ د زمري) په خبري ناسته کې د پکتیکا ولایت په وروستیو جګړو له رسنیو سره مالومات شریک کړل، نوموړي وویل، چې طالبانو د پاکستاني جنګیالیو په مټ هڅه وکړه، چې د دې ولایت ځینې ولسوالۍ سقوط کړي، خو بریالي نه شول.
د هغه په وینا، چې افغان ځواکونو په مټاخان، خیرکوټ، وازې خوا او وړممۍ ولسوالیو کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي، چې ګڼ بهرني جنګیالي هم په کې شامل دي.
یاسین خان زیاته کړه، چې طالبانو په مټاخان ولسوالۍ د هلمند، غزني، زرمت او د ګاونډي هیواد ځینو جنګیالو اوږده جګړه وکړه، چې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د هغوی د ولسوالۍ د نیولو پلان شنډ او د دوی په مرګ، ژوبلې پای ته ورسېدل.
ښاغلي یاسین خان وویل: «دوښمن هڅه وکړه، چې د نورو ولایتونو په څېر دلته په پکتیکا کې هم ځینې ولسوالۍ سقوط کړي، خو زمونږ زړورو ځواکونو یې په مخ داسې څپېړه ورکړه، چې ټول عمر به یې په یاد وي، مونږ په تلاسه کړو مالوماتو کې دومره ویلی شو، چې په یادو نښتو کې د پنجاب د لاسپوڅو ترڅنګ نورو بهرني قومندانو د طالبانو ته هم سخت تلفات واوښتل.»
یاسین په جوړ شوي خبري کنفرانس کې زیاته کړه، چې افغان ځواکونه کولی شي، چې له خاورې دفاع وکړي او د وسله والو طالبانو د هغو پلانونو مخه ونیسي، چې د سیمو او ولسوالیو په ورکړل شوي پلان کې بریالي شي.
هغه وايي: «تاسو ته بهتره مالومه ده، چې طالبانو ډېره هڅه داده، تر څو د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ولسوالۍ او سیمې تر خپل واک لاندې راولي او په زوره په خلکو حکومتداري وکړي، ولې زمونږ ملي او امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري او څرګنده کړې یې هم ده، چې د مخالفینو هغهع شوم اهداف چې دوی یې لري له منځه وړي او هم یې کلکه ماته په هره ساحه کې ورکړې ده.»
د ملکي تلفاتو په اړه د پکتیکا والي هم پخلی کوي او وايي، وسله والو طالبانو له ملکي کورونو څخه په استفادې په افغان ځواکونو بریدونه کړي او هم یې په سیمه کې د سړک له غاړې ماینونه ځای په ځای کړي دي.
نوموړي وویل: «تلفات ملکیانو ته اوښتي، دا تېره اونۍ د ملکي وګړو یو سراچه موټر د مخالفینو له خوا په ځای په ځای شوي ماین وربرابر شو، چې څلور کسان په کې ووژل شول، همدا شان یې په مټاخان کې هم د ملکي وګړو کورونه د سپر په ډول استعمال کړي او د هغوی وسایلو ته یې اور ورته کړی دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې ده، خو وروسته افغان ځواکونو د دوی دا ادعا رد کړه، په مټاخان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ، ژوبلې او د پکتیکا د والي د څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
