اطلاعات روز: د نورستان والي وایي، د دې ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله د مړیو شمېر ۱۱۳ تنو ته رسېدلی دی.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن (شنبه، ۹ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د کامدېش ولسوالۍ په «مهردیش» کلي کې د وروستيو سېلابونو له امله ١١٣ کسان مړه شوي او لسګونه نور لا هم نادرکه دي.
نوموړی وایي، یادو سیلابونو ١١ جريبه ځمکه او ١٢ کيلومتره سړک له منځه وړی دی.
د نوموړي په خبره په دې ولسوالۍ کې شاوخوا اتیا کورونه ویجاړ شوي چې او خلکو ته د ځاني زیان سربیره درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
والي وایي، یاده سیمه اوسمهال د طالبانو په لاس کې ده چې د حکومت ورتګ سخت دی، له همدې امله یادې سیمې ته د سرې میاشتې مرستندویه ادارې ټیم وررسېدلی او له سیلاب ځپلو سره یې د خوراکي او نورو اړینو توکو سربیره روغتیايي مرستې هم کړي دي.
حافظ عبدالقیوم زیاته کړه: «د نورستان په کامدیش ولسوالۍ مهردیش کلي کې د سیلابونو له امله اتیا کورونه ویجاړ شوي او د همدغه کلي ۱۱۳کسان مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي او هم د خلکو یو شمیر کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.»
تیر کال هم په همدې ولسوالۍ کې د «برف کوچ» له امله ګڼ شمیر کسان مړه شوي ول.
