جلال‌اباد ښار کې هدفي وژني؛ شاوخوا ۴۰ ګړیو کې درې تنه وژل شوي دوه نور ټپیان دي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې څو هدفي بریدونه شوي چې درې په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغه هدفي بریدونه په تېرو شاوخوا ۴۰ ساعتونو کې شوي، چې وروستۍ هغه یې نن (شنبه، د زمري ۹) سهار وختي وه، چې د جلال‌اباد ښار په «کهنه‌فروشي» سیمه کې رامنځته شوه.

 د ننګرهار د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه لارویان ټپیان شوي دي.

که څه هم خوګیاڼي په دې اړه ډیر معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې وژل شوی کس امنیتي و او ټپیان شوي کسان ملکیان دي چې عاملان یې تښتېدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

همداشان تېره او وړمه ورځ هم د جلال اباد ښار په دوه جلا پېښو کې دوه تنه چې یو یې انجنیر و، د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

د دې پېښو په تړاو بیا له هڅو سره سره ځایي چارواکو او امنیتي مسوولینو معلومات نه دي شریک کړي او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي دي.

د دې پېښو مسوولیت هم تر دې دمه چا نه دی منلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه