اطلاعات روز: د خوست والي وایي، په دې ولایت کې د ملي امنیت منسوبنیو په ګربزو ولسوالۍ کې د وسلو یو لوی قاچاقبر له لسګونه مېله وسلې سره یو ځای نیولی دی.
د خوست والي مهمند کټوازي اطلاعات روز ته وویل، دغه قاچاقبر نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) نیول شوي چې په وینا یې دغه قاچاقبر غوښتل، ځینې سپکې او درنې وسلې خوست ښار ته د یو لوی برید په موخه انتقال کړي، چې د کشفي راپورونو په اساس د ګربزو ولسوالۍ په «منګلو» کلي کې ونیول شو.
هغه وویل: «نن ورځ زمونږ زړورو امنیتي ځواکونو او د ملي امنیت د څار غړو نن یو بوی قاچاقبر چې ګڼې وسلې لکه، راکټ مرمۍ، لاسي بمونه، هاوان، د پیکا او دهشکې مرمۍ او نور وسایط هم ورسره و او غوښتل یې په خوست ښار کې خپل شوم اهداف تر سره کړي، خوشبختانه، چې زړورو ځواکونو یې مخه ونیوله.»
کټوازي زیاته کړه، چې نیول شوي کس له کرښې پورې غاړې څخه د همدې مهماتو د راوړلو کاروبار کاوه او د ده په وینا چې وسله والو طالبانو ته به یې یادې وسلې وېشلې.
نوموړی وايي: «دغه کس چې په لومړنیو څېړنو کې مونږ ترې مالومات ترلاسه کړي، له ډېره وخت راهیسې به یې دلته په هیواد کې وسله والو مخالفینو ته وسلې او نور مهمات له ډیورڼد کرښې پورې غاړې را انتقالول، چې اوس د ملي امنیت په لومه کې راګېر شو او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.»
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د KPF یا زربتي ځواکونو له خوا هم ځینې وسلې او نور مهمات په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال نیولي و.
