اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو په لیکو کې د ۳۹ وژل شویو پاکستانيانو جسدونه د سرې میاشتې او لسګونه نور له بېلابېلو لارو یاد هېواد ته لیږدول شوي دي.
د ننګرهار رسنیز دفتر نن (یکشنبه، ۳ د زمري) پر فیسبوکپاڼې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل وايي، په دې ولايت کې وروستيو جګړو کې د وسله والو طالبانو په ليکو کې د ۳۹ وژل شويو پاکستانيانو جسدونه یې په رسمي ډول د سرې مياشتې له لارې او لسګونه نور یې له بېلابېلو لارو ياد هېواد ته لیږدولي دي.
خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي: «د ننګرهار ولس او مېړني ځواکونه په مېړانه د خپلې خاورې څخه دفاع کوي او هغه کسان چې دلته د جګړې، چور، چپاول، بې ګناه وګړو د وژنې او نورو ترهګریزو کړونو په موخه دې ولایت ته راځي، نو بېرته به یې جسدونه لیږدول کیږي.»
طالبانو ډلې په دې اړه بیا څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم د سرې میاشتې له لوري د طالبانو په لیکو کې د وژل شویو جنګیالیو جسدونه پاکستان هېواد ته وړل شوي ول.
