اطلاعات روز: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې اوږدو کې د جګړې تېزېدو سره، د اسلاماباد چاپ «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د دې هېواد د پوځ ځواکونه افغانستان سره پر کرښه ځای پر ځای شوي دي.
«ډان» لیکلي چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د کرښې ساتنې ځواکونه، «د لویز ځواکونه» او نورې ملېشې یې له کرښې ورغوښتي او د پوځ ځواکونه یې ځای پر ځای کړي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې دا پرېکړه یې پر ځینو سوداګریزو لارو د طالبانو بریدونو زیاتېدو سره کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان اوسنی بېټیکاوه حالت دا ایجابوي چې نظامي ځواکونه په کرښه کې ځای پر ځای شي.
د هغه په وینا، دا پرېکړه پاکستان ته د افغان کډوالو ورتګ مخنیوی کوي او د هغې ترڅنګ د دې هېواد خاورې ته د وسلهوالو ملیشو ننوتلو مانع هم کېږي.
له بلې خوا د پاکستان کورنیو چارو زویر ویلي چې د کرښې ساتنې ځواکونه، «لویز او رنجر ځواکونه» افغانستان سره پر ګډه پوله د ناقانونه تېرېدو او قاچاق مخنیوي لپاره ځای پر ځای کېږي.
شیخ رشید احمد د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې افغانستان کې جګړه د دې هېواد کورنۍ مسله ده او پاکستان د دې جګړې د هېڅ لوري ملاتړ لپاره علاقه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان، پاکستان سره پر کرښه دوه سترې او مهمې سوداګریزې لارې، چې یو یې د (سپینبولدک لار) ده، نیولې دي.
