د پاکستان سفارت مخې ته لاریون؛ پاکستان سره هر ډول اړیکې باید پرې شي

اطلاعات روز: کابل کې یو شمېر وګړو پاکستان کې د افغانستان سفیر د لور تښتولو او شکنجه‌کولو غبرګون کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کې له دغه هېواده په «کلکه» وغوښتل چې باید د دې پېښې عاملین له کوم «عذر» پرته ژر تر ژره ونیسي او محکمې ته یې وپېژني.

دغه شمېر وګړو نن (یکشنبه، ۲۷ د چنګاښ) د پاکستان سفارت مخې ته د «افغان سفیر ته سپکاوی، هر افغان ته سپکاوی!» شعار په ورکولو لاریون وکړ. دوی له افغان حکومت هم وغوښتل چې لږ تر لږه پاکستان سره له لسو ورځو تر یوې میاشتې ټولې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي. د دوی په وینا دا اړیکې دې تر هغې پرې وي، چې پاکستان د یادې مسلې په اړه مخامخ خبرو ته د نړیوالو او عربي هېوادونو ته په ضمانت حاضر شوی نه وي او عاملینو ته یې جزا ورکړې نه وي.

په همدې اړه د بدلون کاروان په خپاره کړي پرېکړه‌لیک کې راغلي:

«بدلون کاروان په پاکستان کې د افغان سفیر کورنۍ ته سپکاوی په کلکو ټکو غندي، افغان سفیر او د هغه درنې کورنۍ ته سپکاوی د ټول افغان ولس سپکاوی دی، هېوادونه په تېره ګاونډي هېوادونه د بل هر هېواد ارزښتونو او تعهداتو ته ژمن او په درنه سترګه ورته ګوري؛ خو په دې برخه کې له بده مرغه پاکستان حکومت هیڅ ارزښتونو ته ژمنتیا نه ښکاري، چې یوه ښکاره بېلګه یې په هغه هېواد کې د افغان سفیر د کورنۍ نه خوندیتوب دی، په دې اړه افغان ولسونو د هېواد په هر ګوټ کې غربګون ښودلی او دا سپکاوی په کلکو ټکو غندي.»

لاریونوالو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې باید د دې پېښې عاملین په سزا ورسوي. دوی ویلي: «د پاکستان حکومت ته اخطاراً دا خبراری ورکوو، که چېرته تر یادې مودې د دې پېښې عاملین نړیوالې محکمې ته حاضر نه کړي؛ نور باید له افغانستانه خپل سفارت وباسئ، د نه تلو په صورت کې به مو مسوولیت پخپله غاړه وي.»

لاریونوالو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې باید د دې پېښې عاملین په سزا ورسوي.

دوی یو ځل بیا پر افغان حکومت غږ کړی چې که په راتلونکې کې داسې پېښې تکرار یا د افغان سفیر د ژوند خوندیتوب تضمین نه شي، باید په پاکستان کې د خپل هېواد سفارت وتړي او هر راز سیاسي او ډیپلوماټیکي اړیکې ورسره وشلوي.

لاریونوالو ویلي: «افغانانو ته ننګ، ناموس او عزت سرې کرښې دي او په دې برخه کې د یادو کرښو کراس کولو هېڅ زغم او حوصله نه لري؛ نو افغان حکومت ته پکار ده، چې په دې برخه کې ژر تر ژره خپل اقدامات ترسره کړي.»

پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل پرون شنبه پلازمېنې اسلام‌اباد کې د نامالومو کسانو له خوا وتښتول شوه او له شکنجې وروسته خوشې شوه. پرون بیا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان احضار او ترې یې وغوښتل چې د یادې پېښې عاملین په سزا ورسوي.

دوی یو ځل بیا پر افغان حکومت غږ کړی چې که په راتلونکې کې داسې پېښې تکرار یا د افغان سفیر د ژوند خوندیتوب تضمین نه شي، باید په پاکستان کې د خپل هېواد سفارت وتړي او هر راز سیاسي او ډیپلوماټیکي اړیکې ورسره وشلوي.

بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې ویلي:

«بهرنیو چارو وزارت له خان څخه وغوښتل چې د دې نه بښونکې پیښې په اړه د افغانستان د اعتراض سخت مراتب او ژوره اندیښنه د پاکستان هیواد د بهرنیو چارو وزارت او دولت ته ورسوي. بهرنیو چاور وزارت له پاکستان څخه په ډاګه وغوښتل چې د پېښې عاملان وپیژني او د مجازاتو په برخه کې عاجلې کړنې ترسره او د نړیوالو میثاقونو سره سم د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو مصونیت او بشپړ امنیت تامین کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانۍ «ډان» ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان هېواد لومړي وزیر عمران خان د دې هېواد کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ته ۴۸ ګړۍ وخت ورکړی، چې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د لور د اختطاف عاملین ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه