اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (پنجشنبه، ۲۴ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د نورستان نورګرام او د لغمان الینګار ولسوالیو ترمنځ اړوند خلیل اباد کلي کې د ملکي وګړو پر یو کور د هاوان مرمۍ توغولې، چې په ترڅ کې یي ۵ تنه چې ماشومان، ښځینه هم په کې شامل دي وژل شوي او همداراز ۱۲ نور ټپیان دي.
دولتزي زیاته کړه: «تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د الینګار-نورګرام ولسوالیو ترمنځ په یوه کلي د هاوان مرمۍ توغولې چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي چې پنځه یې وژل شوي او ۱۲ یې نور ټپیان شوي دي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.»
عیني شاهدان وایي، له یادې سیمې ډیری خلک تښتیدلي او دا کورنۍ له ناچاره په خپل کلي کې پاتې شوي وو.
تراوسه د یادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
په دې سیمه کې تر دې وړاندې هم خلک په ورته پيښو کې وژل شوي خو هیڅوک یې پړه په غاړه نه اخلي.
