اطلاعات روز: د افغانستان عدلیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰ مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې، اوو بهرنیو وګړو د افغانستان تابعیت اخیستو غوښتنه وړاندې کړې وه او د ټوله کې د ۱۰ بهرنیانو تابعیت وروستی شوی دی. دا دوسیې د سږ او تېر کال اړوند دي.
د عدلیې وزارت اعلامیه کې چې نن (دوشنبه، ۲۱ د چنګاښ) خپره شوه، راغلي چې دا لس تنه د بېلابېلو هېوادونو دي چې د دې وزارت او د ولسمشر فرمان صادرولو سره د تابعیت دوسیې یې وروستۍ او په رسمي توګه یې د افغانستان تابعیت ترلاسه کړ.
عدلیې وزارت دغه راز ویلي چې د افغانستان تابعیت اخیستنې درې نورې دوسیې تر کار لاندې دي او ژر به وروستۍ شي.
د عدلیې وزارت اعلامیه کې راغلي چې د روان مالي کال لومړیو شپو میاشتو جریان کې، د افغانستان ۱۰۲ تبعو د دویمي هېواد د تابعیت ترلاسه کولو له امله، د افغانستان تابعیت پرېښودلو غوښتنې کړې دي. د دې وګړو دوسیې له ارزونې وروسته د «تابعیت پرېښودلو او تابعیت اخیستلو چارو ارزونې کمېسیون» د پړاوونو بشپړولو ته کېښودل شوي دي.
د دې اعلامیې له مخې، د روان مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې، ۱۷۸ د تابعیت پرېښودو دوسیې چې د سږ او تېر کال اړوند دي، وروستۍ کړي دي. دا دوسیې د کابینې له تصویب وروسته، د ولسمشر له خوا منل شوې دي.
عدلیې وزارت زیاته کړې چې د افغانستان تابعیت پرېښودلو ستر لامل، د هغه هېواد قوانین او مقررې دي چې د افغانستان وګړي په کې ژوند کوي او غواړي چې د هماغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي.
د دې وزارت د مالوماتو له مخې، دې هېوادونو بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکولو شرط، د مخکیني تابعیت لغوه کول ایښي او غوښتونکي نه شي کولی چې په ورته مهال د دوو هېوادونو تابعیت ولري.
