خوست کې د یو ښوونځي ښوونکي، په خپله د ښوونځي ټولګي جوړوي

خبريال: حبيب الله سراب

د تڼیو ولسوالي د «دورملکې» لیسې ښوونکو د کرونا له رخصتیو په ګټنې، په خپله سیمه کې هغه ښوونځي ته د سرپنا جوړونې چارې په رضاکارانه ډول پیل کړې، چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د یاد ښوونځي د رغونې چارې په وړیا ډول د ښوونکو له لوري روانې دي، خو مالي لګښت بیا ورته د لوړو ټولګیو د زده کوونکو له خوا په غاړه اخیستل شوی دی.

د دې لګښت له هغو مصارفو سپما شوې، چې په د دولسم ټولګي فارغو زده کوونکو به په خپلو مراسمو کې ترسره کول.

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی او د «دور ملکې لېسې» مدیر سنګر اطلاعات روز ته وویل، چې ښوونکو یې د روانې رخصتۍ څخه په استفادې دا پریکړه وکړه، چې مټې رابډ وهي او ښوونځي ته د احاطې دېوال او ټولګي جوړ کړي.

د سنګر په خبره چې د ټولګیو جوړولو چارې یې تر ډېره په مخ هم وړې دي، چې نږدې وخت کې به یې پاتې کارونه هم بشپړ شي.

هغه وايي: «مونږ او زما د ادارې پرسونل دا پریکړه وکړه، چې تر هغو په ښوونځي کې د احاطې د دیوال او د ځینو ټولګو د جوړولو کار پیل کړو، تر څو کې د کرونا رخصتي پای ته رسیږي، نو د زیارکښو ښوونکو په مټ مو هدف ته ځان نږدې کړی او په لنډ وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په دې سره به هم خوندي چاپیریال ولرو او هم به مو زده کوونکي له ستونزو خلاص شي.»

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی او د «دور ملکې لېسې» مدیر سنګر اطلاعات روز ته وویل، چې ښوونکو یې د روانې رخصتۍ څخه په استفادې دا پریکړه وکړه، چې مټې رابډ وهي او ښوونځي ته د احاطې دېوال او ټولګي جوړ کړي.

د ښوونځي مدیر سنګر زیاته کړه، چې له دې وړاندې به یې د باران او سخت لمر پر مهال ښوونځی د دې لپاره رخصت و، چې دوی به د زده کوونکو د سرپنا ځای نه درلود، نوموړی خوښي څرګندوي، چې د ښوونځیو له بیرته پیل سره سم به د لمر او باران ستونزه د زده کوونکو او د زده کړو بهیر پر وړاندې هواره شي.

سنګر وویل: «مونږ له دې وړاندې دا مشکل درلود، چې کله به باران و او یا به هم ډېر سخت لمر و، نو مونږ به زده کوونکي رخصت کول، ځکه هغوی ته داسې زمینه نه وه برابره شوې، چې له یادو ستونزو دې خوندي وای، خوشبختانه، چې د ښوونځیو له پیل سره به یاده ستونزه نه وي او که باران وي یا هم نور کوم مشکلات نو زمونږ د زده کړو بهیر به روان وي.»

د دور ملکې ښوونځي د دیني علومو ښوونکی شریف الله بیا وايي، چې د رغونې کار دوی کوي، خو لګښت یې بيا د لوړو ټولګیو زده کوونکو په غاړه اخیستی دی، نوموړی د سرپناه نه شتون د زده کوونکو لپاره لویه ستونزه يادوي او وايي: «دا په اسلام کې هم راغلي، چې بل ته په خير رسولو کې لوی اجر دی، نو مونږ هم دا ښه وبلله، چې د ثواب ګټلو ترڅنګ خپلو ماشومانو ته د زده کړو لپاره سرپناه هم برابره کړو، د جوړولو مسووليت مونږ ښوونکو په غاړه اخيستی دی، خو مالي امکانات بيا زمونږ د جګو ټولګيو زده کوونکو له خوا ورکړل شوي دي.»

د دور ملکې ښوونځي د دیني علومو ښوونکی شریف الله بیا وايي، چې د رغونې کار دوی کوي، خو لګښت یې بيا د لوړو ټولګیو زده کوونکو په غاړه اخیستی دی.

د دې لېسې يو بل ښوونکي خان زمان تڼي اطلاعات روز ته وويل، چې په راټولولو کړو پيسو دوی يوازې د احاطې ديوال او څلور ټولګي جوړولی شي، خو د هغه په خبره چې لاهم زيات ټولګي سرپناه نه لري.

تڼي وويل: «کومې پيسې چې مونږ له خپلو زده کوونکو راټولې کړې دي، په دې يوازې مونږ څلور صنفونه او د احاطې ديوال جوړولی شو، خو ولې ټولې ستونزې نشو ورباندې هوارولی، که مونږ سره يوه اندازه همکاري د پوهنې رياست مسوولين هم وکړي، نو په دورملکې ښوونځي کې به مو ټولې ستونزې هوارې شي.»

د تڼيو ولسوالۍ قومي مشر جبار خان بيا خپلې سيمې ته د پوهنې رياست په نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي، په ولسوالۍ کې يې زياتره ښوونځي ودانۍ، درسي کتابونه او مسلکي ښوونکي نه لري، چې له امله يې درسي بهير ټکنی کړی دی، هغه غوښتنه کوي، تر څو هغه ښوونځي چې زده کوونکي يې د سرپناه له ستونزو سره مخ دي، ورته ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي داسې وويل: «زمونږ د تڼيو ولسوالۍ ټول خلک له زده کړو سره مينه لري او دا خوښوي، چې په خپلو بچيانو تعليم وکړي، خو ستونزه په پوهنې رياست کې ده، چې هغوی اړونده امکانات ورته نه برابروي، زما په سيمه کې زياتره ښوونځي لاهم ودانۍ نه لري، ښوونکي او کتابونه يې کم دي، نو هيله مو دا ده، چې دې ستونزې ته ډېر ژر د حل لاره ولټوي.»

د دې لېسې يو بل ښوونکي خان زمان تڼي اطلاعات روز ته وويل، چې په راټولولو کړو پيسو دوی يوازې د احاطې ديوال او څلور ټولګي جوړولی شي، خو د هغه په خبره چې لاهم زيات ټولګي سرپناه نه لري.

په همدې حال کې بيا د خوست ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دې ولايت کې يې په مساوي ډول زده کوونکو ته د زده کړو بهير په موخه امکانات وړاندې کوي.

د دې ولايت د پوهنې رییس نصير روښان وايي د دور ملکې ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو سرښندنې ستايي او د پاتې ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

روښان زياتوي، چې دوی په ټول خوست کې د زده کوونکو ستونزې درک کړې او په خبره يې چې نږدې وخت کې به هغو ښوونځيو ته هم د ودانيو په جوړېدو کار پيل کړي، چې اوس يې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

ښاغلی روښان وايي: «مونږ په خوست کې تر ډېره دا هڅه کړې چې د پوهنې هير په ښه او متوازنې ډول په مخ يوسو، د دور ملکې ښوونځي ټول پرسونل د ستاينې وړ ده او دا د هيواد نورو خلکو ته هم يو مثبت پيغام لېږدي، کومې ستونزې چې پاتې وي او د دوی پرې وس نه رسيږي، نو مونږ کولی شو، چې ورته حل يې کړو.»

د دې ولايت د پوهنې رییس نصير روښان وايي د دور ملکې ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو سرښندنې ستايي او د پاتې ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

بل پلو په خوست کې د اقرا برنامې مسوولين وايي، چې دوی د يادې برنامې له لارې په خوست کې د ۷۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې، په ۴۶ يې کار روان دی او د دوی په خبره چې نږدې وخت کې د ۲۴ ودانيو د جوړېدو چارې هم پيل شي.

د ښوونکو په رضاکارانه ډول یاد نوښت پر خواله رسنیو هم د خلکو له هرکلي سره مخ شوی دی، ځکه  دوی که له یوې خوا په معنوي لحاظ فکري ودانۍ جوړوي بل لوری یې د زده کوونکو لپاره په فزیکي لحاظ هم، د ټولګیو جوړولو په موخه مټې رانغاړلي دي.

 په خوست ولایت کې اوس مهال ۲۶۰ زره زده کوونکي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي، چې د ۴۵۰۰ رسمي ښوونکو له لوري ورته د زده کړو بهیر په مخ وړل کیږي، خو لاهم د پوهنې بهیر پر کیفت هغه چې لازمه ده، کار نه دی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه