اطلاعات روز: راشد خان د ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر او نجیب الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ نن (سه شنبه، ۱۵ د چنګاښ) یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې راشد خان د هغه تجربو، کارکردګۍ او تېرو کلونو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو د شل اوریزه لوبو لډلمشر ټاکل شوې دی.
خبرپاڼه کې راغلي: «راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو، کاکرده ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري چې په راس کې یې عمومي مشر فرهان یوسفزي قرار لري، د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه انتخاب شو.»
د کرکټ بورډ خبرپاڼه وایي، راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې افغانستان د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري، چې د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه وروسته له یاد ګروپ سره یوځای شي.
ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.
