«د امریکایانو او ناټو ځواکونو لخوا د توکو سوزونې ستر چاپېریالي او د ناروغیو ګواښونه پېښ کړي»

اطلاعات روز: د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، امریکایي او ناټو ځواکونو له خپلو اډو وتلو سره ځیڼې خطرناکه کیمیاوي توکي سوزولي او په وینا یې چې دې کار چاپېریالي ګواښونه او په ناروغیو د خلکو اخته کېدو اندېښې راولاړې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن (سه شنبه، ۱۵ د چنګاښ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملي ټلوېزیون د راپور پر بنسټ ویلي، چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسیدونکو په بګرام هوایي ډګر کې د خطرناکو کیمیاوي توکو د سوزیدو چې د اوبو، هوا، خاورې او غږیزې ککړتیا لامل شوي او د سیمې اوسیدونکو خصوصاً ماشومانو او ښځو ته یې بې شمېره روغتیایي ستونزې پیدا کړې او د دوی زراعت او کاروبارونه یې خورا اغېزمن کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره همدارنګه وایي، دې ادارې له دوو کلونو را په دېخوا د امریکایي او ناټو ځواکونو، امریکا سفارت، USAID او بګرام هوایي ډګر له اړوندو مسوولینو سره یې په دې تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

یادې ادارې ویلي: «چاپېریالي قوانین، میکانیزمونه، پروسیجرونه او د هغو شرکتونو نوملړ چې له دې ادارې څخه یې د زبالو د انتقال جوازونه ترلاسه کړي، رسماً د بریښنالیکونو له لارې ور استولي دي او دا ورته په ډاګه شوي چې کوم شرکتونه کولی شي چې خطرناکه کیمیاوي زبالې انتقال او له منځه یې یوسې او سم مدیریت یې وشي.»

دوی دغه راز وایي، په دې وروستیو کې یې دا موضوع د بهرنیو چارو له وزارت، امنیت شورا او د چارو له ادارې سره په رسمي توګه شریکه کړې ده ترڅو په جدي توګه تعقیب شي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره دغه راز وایي، د دې ادارې نظارتي ډله د روان کال غبرګولي میاشت کې د بګرام هوایي ډګر څخه (د خطرناکو زبالو د انتقال د څرنګوالي او چاپېریالي وضعیت د ارزونې) لپاره پروان ولایت ته استول شوی و خو په وینا یې چې د ښاغلي والي او بګرام ولسوال په همغږۍ له ‌‌ډیرو هڅو سره سره په دې و نه توانېده چې ان د بګرام هوایي ډګر څخه په سلګونو متره لرې عکسونه او ویډیو واخلي.

دوی وایي: «زموږ نظارتي ټیم ته هغه مهال د بګرام چارواکو تائید کړې وه چې په هوایي ډګر کې د شپې پرمهال خطرناکه چاودنې کیږي او امریکایي ځواکونه خپل ټول نظامي او الکټرونیکي وسایل په بشپر ډول ویجاړوي چې له دې سره د هوا، اوبو، خاورې او غږیزه ککړتیا رامنځته کیږي او دا به په راتلونکي کې د سیمې اوسېدونکو ته ستر کړاوونه او ناخوالې وزیږوي چې بیا به یې مخه نیول ناشونې چاره وي.»

دوی وایي که څه هم د خطرناکو کیمیاوي زبالو په تړاو یې د امریکا سفارت، بګرام پوځي اډې او د پروان د والي دفتر سره خپلې اندېښنې شریکې کړي او یو څه نا څه ځوابونه یې هم ترلاسه کړي خو ټینګار کوي چې د دولت په کچه دې دې موضوع ته پاملرنه وشي.

همدا راز د چاپېریال ساتنې ملي اداره غوښتي په کومو ځایونو کې چې امریکایي ځواکونو خطرناکې زبالې ښخې کړې او یا هم د دوی د کمپونو د فعالیت په پایله کې ککړتیا رامنځته شوې وي، هلته باید د بیا احیا کولو پروژې پلې کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په دې اعلامیه کې دغه راز له امریکایي او ناټو ځواکونه په «کلکه» غوښتي چې د افغانستان د چاپېریال د ککړتیا لامل نه شي او خپل پوځي وسایل چې خطرناکه کیمیاوي توکي په کې شامل دي، د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو د احکامو په رڼا کې دې له منځه یوسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه