اطلاعات روز: د پکتیا ولایت رسنیز دفتر وایي، د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت مرکز ګردېز ښار کې یو کرولا ډوله موټر بم نیولی دی.
د پکتیا ولایت رسنیز دفتر نن (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پکتيا ملي امنيت ځواکونو په مرکز ګردېز کې د کشفي راپورونو په اساس له چاوديدونکو توکو بار موټر نيولی دی.
دې خبر پانه کې راغلي، چې دا لسګونه کيلو چاوديدونکي توکي چې په کرولا ډوله موټر کې ځای په ځای شوي و او د دوی په خبره وسله والو طالبانو غوښتل، څو د ګردېز ښار يوه امنيتي اداره تر بريد لاندې راولي.
خبرپانه کې دا نه دي راغلي، چې له نيول شوي موټر بم سره ښکېل څوک نيول شوي او کنه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې دوه ورځې وړاندې هم په مرکز ګردېز کې د ملي امنيت له لوري يو سراچه ډوله موټر بم نيول شوی و.
