خبریال: عباس عارفي
ژباړن: بهادرخان رحماني
د افغانستان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو لړۍ عملآ درېدلې او برعکس د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی دی. کتل کېږي چې د طالبانو ډله له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتلو ته په تمه ده. هغوی د ولسوالیو نسکورېدو او د زور له لارې فتحې لپاره خپل ټول لوژیستیکي او نظامي توان راټول کړی دی. یوازې دوو وروستیو میاشتو کې نږدې اتیا ولسوالۍ چې ډېرې یې د هېواد شمال کې دي، طالبانو سقوط کړي دي چې ځینې یې د ولسي پاڅونوالو په مرسته امنیتي ځواکونو بېرته نیولي دي. د طالبانو له خوا جګړه بې مخینې زیاته شوې او دې ډلې پروپاګندا او تبلیغاتو ته هم مخ وراړولی چې متفاوتې څېرې یې عملآ ترسره کوي.
طالبانو ډله د افغانستان شخړې وروستۍ حللاره د جنګ له لارې بریا او غلبه بولي. په همدې حال کې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ هم د بشپړېدو حال کې ده او تازه په تازه امریکایي ځواکونو خپله لویه نظامي اډه «باګرام هوایي ډګر» هم د افغانستان نظامي ځواکونو ته وسپارله. په همدې حال کې جو بایډن د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره راتلونکې کال کې یې تمویل او تجهیز په خاطر د هغې هېواد د کانګرس له استازو د ۳.۳ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
دا رقم (۳.۳ میلیارد ډالر) اسراییلو سره د امریکا متحده ایالتونو د ۳.۸ میلیار ډالري مرستو وروسته، د خپل یو متحد هېواد نظامي او امنیتي ملاتړ برخې سره د امریکا د کلنیزې مرستې تر ټولو لوړ شمېر دی.
له دې سربېره واشنګټن ته د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله وروستي سفر کې امریکایي چارواکو ژمنه وکړه چې مالي او سیاسي مرستې به یې پراختیایي، د ښځو له حقونو، د اقلیتونو او د بشر له حقونو ملاتړ برخو کې دوام ولري او د سټراټېژیک شریک په توګه به د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ وي.
په دې حال کې امریکا ته د ولسمشر غني وروستي سفر کې او افغانستان سره د مرستو برخه کې د متحده ایالتونو ژمنو کې د پام وړ ټکی دا دی چې د مرستو ډېره برخه نظامي موخو ته ځانګړې شوې ده او له هغې وروسته د بشر حقونو له ارزښتونو، خو په پای کې یاده شوې چې د سولې لړۍ ته دې هم پام وشي. په داسې حال کې چې وروستیو کلونو کې د افغانستان سولې لړۍ د امریکا او اروپایي متحدینو د لومړیتوبونو په سر کې راتله او ډېر پام د سولې برخې ته و. خو اوس تر سترګو کېږي چې امریکایان او اورپایي متحدین یې دې تریخ حقیقت سره د افغانستان دولت سره یو دي چې طالبانو ډله افغانستان کې د سولې او شخړې سیاسي حل غوښتونکي نه دي او یوازې د تاوتریخوالي، جنګ او نظامي زور له لارې واک ته د ورګرځېدو په فکر کې دي.
که څه هم د افغانستان جګړه نړیوال ترورېزم سره د مبارزې په عنوان له هغه وخته بندون ته رسېدلې چې افغان حکومت دننه سیاسي ځواکونو د امریکا او ناټو نظامي سیاستونو سره مخالفت وکړ او په دوام کې ناټو ځواکونو د امریکا او افغانستان حکومت په رهبرۍ نور د طالبانو له ډلې ټاکلی تعریف نه لاره. امریکا، ناټو او د افغانستان حکومت سیاسي او امنیتي شرایطو ته په کتو، طالبان کله یوه یاغي ډله، کله د حکومت سیاسي مخالفین، کله ناراضه ورونه او کله د یوې ترهګرې ډلې په نوم نومولي دي. خو تر کله چې دوحه کې د امریکا او طالبانو ډلې د سولې لړۍ جدي پړاو ته دننه شوې نه وه، مسلطه کیسه همدارنګه جنګ ته معطوفه وه او نظامي حللاره همدارنګه د امریکا او متحدینو یې په لومړیتوب کې وه. خو طالبانو ډلې سره د امریکا د سولې خبرو اترو له پیلېدو وروسته او په ځانګړي ډول د زلمي خلیلزاد راتګ سره، نور امریکایانو لپاره حاکمه کیسه یا روایت، طالبانو سره د سولې لړۍ او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو مسله وه.
د ۲۰۱۸ سپټمر میاشت په پنځمه، کله چې زلمي خلیلزاد د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان سولې چارو کې د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو، افغانستان کې جګړې او دوحې کې خبرو اترو جریان لاره، خو حاکمه کیسه جګړه وه. وړاندې تر دې چې خلیلزاد د افغانستان سولې چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په توګه خپل کار پیل کړي، د امریکا او طالبانو ډلې استازو ترمنځ څو پړاوه خبرې په دوحه کې ترسره شوې وې، خو د مذاکراتو لړۍ سسته مخته تلله او پام وړ لاسته راوړنه یې نه لرله. خو د خلیلزاد په راتګ سره، د افغانستان له جنګ او سولې د امریکایانو کیسه بدلون سره مخ شوه او دوحه کې طالبانو ډلې سره د دې هېواد د سولې خبرو اترو لړۍ جدي او عملي پړاو ته دننه شوه.
زلمي خلیلزاد په لومړي ګام کې پاکستان سره د کوېټې شورا مشر او د طالبانو ډلې له څلورو بنسټګرو یو ملا عبدالغني برادر په خوشې کولو خبرې وکړې او هوکړې ته سره ورسېدل. له هغې وروسته چې ملا عبدالغني برادر د ۲۰۱۸ کال اکتوبر میاشت کې د پاکتسان د استخباراتو سازمان له زندانه ازاد شو، د طالبانو ډلې رهبري شورا له خوا قطر کې د دې ډلې سیاسي دفتر مشر په توګه وګمارل شو. د زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر پ راتګ سره د امریکا او طالبانو د سولې خبرو اترو میز دوو خواوو کې، د مذاکراتو لړۍ چټکه شوه او له هغې وروسته طالبانو ډلې سره د سولې لړۍ مخته وړل د امریکایانو د لومړیتوبونو په سر کې راغله او له جنګه ملاتړ د لومړیتوبونو د لیست وروستیو کې راغی.
له هغې وروسته چې زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې لړۍ ته چټکتیا ورکړه، د افغانستان د حکومت کیسه په دې هېواد کې له روان جنګ او سولې څنډې ته لاړه او د افغانستان د حکومت هڅې په دې اړه چې طالبانو ډله به د سولې هوکړې ته ژمنه نه وي او د جګړه د دې ډلې لومړیتوبونو کې ده، تر ډېره د امریکایانو له خوا وننګول شوه، تر هغې چې ولسمشر غني طالبانو ډلې سره د امرکیا د سولې خبرو اترو لړۍ د پرمختګ له اصلي خنډونو یادېده. په ځانګړي ډول هغه حالت کې چې امریکایان د طالبانو ډلې استازو سره له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او د بین الافغاني مذاکرتو پیل په اړه هوکړې ته ورسېدل او د افغانستان دولت په کې هېڅ رول نه لاره، خو مسوولیت یې درلوده چې د طالبانو ۵ زره بندیان ازاد کړي. طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک متن کې د افغانستان له دولته په رټلي عنوان «بل اړخ» یاده شوې وه. پر دې بنسټ له دوه کالو را په دېخوا امریکایانو ته د منلو وړ یوازینۍ کیسه طالبانو سره سوله وه. خو اوسمهال د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتلو لړۍ د بشپړېدو حال کې ده، بیاځلي د سرلیک ټکي ته ورګرځېدلي و؛ بیا هم جګړه
جګړې ته ورګرځېدل بیا د افغانستان دولت په ګټه نه ده، همدارنګه د خلکو، طالبانو ډلې او د افغانستان جنګ او سوله کې د سیمه ییزو او نړیوالو دخیلو لوبغاړو په ګټه هم نه ده. که افغانستان کې تېرو دوو لسیزو کې د امریکا او متحدینو نظامي شتون یې و نه شو کولی د سولې ټینګښت، د نړیوال ترورېزم په ځانګړي ډول د طالبانو ډلې د له منځه وړلو لامل نه شو، لرې ده چې د امریکا متحده ایالتونو میلیاردي مرستې هم نه شي کولی د طالبانو او د نورو ترهګرو ډلو د تاوتریخوالي مخه ونیسي. له بلې خوا طالبانو ډله هم نه شي کولی چې بېلابېلو برخو کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې، بنسټونه او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له منځه یوسي او ولسي پاڅونوال چې وروستیو کې د طالبانو تاوتریخوالي مقابل کې راپورته شوي، له منځه یوسي. پر دې بنسټ افغانستان کې دا جګړه او شخړه به تر اوسني حالته لا پېچلې شي.
د سولې لړۍ بندون او پر جنګ د طالبانو ډلې تمرکز او په نظامي زور بریا، د افغانستان د جګړې او سولې لرلید له بل هر وخته ډېر تیاره او غمجن کړی دی. افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزو ژورو درزونو او قومي او سیاسي دښمنو اړیکو ته په کتو، که په رښتیني توګه اوسني حالت ته وګورو، په ټولو برخو کې بندون ته رسېدلي یو. د شخړې سیاسي حللارې او د سولې خبرو اترو مېز ته د خواوو بېرته ورتګ پرته، هره بله هڅه د شخړې په لا پېچلي کېدو اوړي. ځکه چې په نظامي زور او جګړې به نه یوازې یوه خوا و نه ځپل او له منځه ولاړه نه شي، بلکې د شخړې بل اړخ لیدونکي به هم یو. یانې افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې تکرار؛ هماغسې چې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال استین مېلر په افغانستان کې اټکل کړې ده چې د طالبانو ډلې له خوا د ولسوالیو پرلپسې سقوط او په ورته وخت کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د ولسي پاڅونوالو مسلح کول، دا هېواد به کورنۍ جګړې ته وکښي. هغه جنګ چې اور به یې د ټولو لمنو ته ورسېږي. خو د شمېرو له مخې، ډېره قرباني به د افغانستان له خلکو واخلي.
