اطلاعات روز: ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۰۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (یکشنبه، ۱۳ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ځواکونو یې نن سهار د لغمان الیشنګ ولسوالۍ اړونده سیمو کې د هوایي او توپچي بریدونو پرمهال د وسله والو طالبانو د درېیو سیمه ییزو قومندانانو غزالي، قاري هارون او توحيد په ګډون ۴۱ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۳۷ نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړی همداراز وایي، چې افغان ګډو ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۱۵ وسله وال طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان او ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
صاحبزاده زیاته کړه: «افغان ځواکونو نن سهار د الیشنګ ولسوالۍ کې د هوایي او توپچي بریدونو پرمهال ۴۱ وسله وال طالبان وژلي چې په کې د وسله والو طالبانو سیمه ییز قومندانان هم شامل دي او همدارنګه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې هم ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.»
چارواکي وایي، د ننګرهار، لغمان او کونړ په یو شمېر سیمو کې یې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پیل شوي عملیات په بریالیتوب سره دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
