دیني عالمان طالبانو ته: نور له «ناروا» جګړې لاس واخلئ او اوربند وکړئ

اطلاعات روز: ننګرهار کې دیني عالمانو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې نور دې له دې «ناروا» جګړې لاس واخلي او اوربند دې وکړي.

نن (پنجشنبه، ۱۰ د چنګاښ) د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې دینې عالمانو په یوه پراخه غونډه کې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د علماوو له وروستي کنفرانسه د ملاتړ ترڅنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې اسلامي احکامو ته په درناوي جګړه ودروي او سوله وکړي.

د دې غونډې پرمهال د ننګرهار حج اوقافو رییس مولوي محمد داود مجاهد، له ټولو دینې عالمانو وغوښتل، چې د ممبرونو له لارې خلکو ته د سولې په اړه د دیني علماوو د وروستیو پرېکړو په تړاو معلومات ورکړي.

مولوي مجاهد زیاته کړه: «مونږ ټولو دیني عالمانو ته وایو چې د سعودي عربستان د دیني عالمانو خبرې او پریکړه ده چې ویلي یې دي په افغانستان کې جګړه ناروا ده او دا ولس وژنه ده دا خبره دې د ممبر له لارې د ولس تر غوږونو ورسوئ تر څو ولس هم پوه شي چې جګړه څوک او ولې کوي.»

غوڼدې ته دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې ملاتړ پاکستان کوي او غواړي شته نظام له منځه یوسي.

هغه د ولس پر یووالي او له حکومت یې د دیني عالمانو او د ټولنې د نورو وګړو په ملاتړ ټينګار وکړ. ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي زیاته کړه: «پاکستان په افغانستان کې نا اعلان شوې جګړه مخته وړي، له نن څخه وروسته پاکستان سره زمونږ جهاد شروع دی. ای ولسه! که په خپله خاوره خپه کيږئ راځئ د پاکستان پر ضد جګړه کې برخه واخلئ.»

غوڼدې ته دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل، په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې ملاتړ پاکستان کوي او غواړي شته نظام له منځه یوسي.

نوموړي همدا راز له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د اسلام په نوم له ناروا جګړې لاس واخلي، اوربند او خپلو ورونو سره سوله وکړي.

ننګرهارکې دیني عالمان داسې مهال د سولې له پروسې ملاتړ او له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، چې بل لورته د افغان سولې او په دې برخه کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوالو ویلي، چې ترکیه په افغان سوله کې رغنده رول لوبولی شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکو ویلي چې ترکیه له افغانستان سره تاریخي ډيپلوماټیکې اړیکې لري او تر څنګ یې په سیمه کې هم له ښه نفوذ برخمن هېواد دی.

سرچینه کاږي چې ترکیه دې همدې مسایلو ته په کتو د افغانستان د سولې په مسله کې خپله هڅه ډېره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه